IQNA

د امام الزمان(ع)د غیبت په پړاؤ کې له ولی فقیه سره مقابله تر ټولو بد جرم دی

16:45 - December 16, 2022
د خبر لمبر: 3486609
ایکنا-(تهران) د تهران دجمعې لمانځه خطیب  آيت الله سید احمد خاتمي د جمعې لمانځه په خطبو کې اروپائي اتحادیه  او امریکا د بشری حقوقو د خلاف ورزي کونکو په سر کې وبلل او ټينګار ئې وکړ، د چین ولسمشر  او نور هیوادونه دې پوهه شي چې اسلامی ایران پخپلې مځکنۍ بشپړتیا  کې هیچا سره ټوکې نه کوي.

ایکناخبری آژانس رآپور راکړ،د تهران دجمعې لمانځه خطیب  آيت الله سید احمد خاتمي نن د لمانځه په خطبو کې د ایران نه جلاکیدونکو درو  ټاپوګانو موضوع ته په اشارې سره ووئيل  تیره اونۍ د ایران درو ټاپوګانو،ستر تنب وړوکی تنب او ابو موسی ته تللی وم او له نزدې مو وکتل  چې د مونږ وسلوال ځواکونه د امنیت دساتلو لپاره په قدرت سره  عمل کوي اوداسې چې زمونږ څو وړې  کشتۍ امریکائی بیړئ ته وائي،باید مخکې رانشې،چې دا د قدرت نښه ده .

هغه په دوام کې ووئيل،د اسلامی ایران د ولسمشر په تعبیر،د ایران  جدی غوښته د چین د ولسمشر له خوا دیاد شوو دریځونو جبرانول دي او د چین ولسمشر یا بل هرڅوک باید په دې پوهه شي،چې مونږ د خپلې مځکنۍ بشپړتیا او ساتنې کې له هر چا سره  ټوکې نه ،بلکې پریکنده چلندکوو.

د تهران د جمعې لمانځه خطیب همداراز د میرمنې د مقام  له کمیشنه د ایران دحذفولو په باب دملګروملتو  وروستي پریکړه لیک  ته په اشارې سره  ووئيل، اولا  دغه پریکړه لیک  اجرائي ضمانت نه لري  او له بل پلوه امریکا څلویښت ورځې پښې لاسونه وخوځول  چې دغه پریکړه لیک تصویب شي او دا هم  د امریکا یوه بله توره دوسیه ده او  دتاسو د ولس د کرکې او نفرت یو راز همدغه موضوع ده او دا تاسو خلکو حق دی  چې مړه دې وي امریکا چغه پورته  کړئ،حقیقي آزادي اسلامی نظام دی  او هغه څه چې   امریکا ځيني خلک لمسوي،ولیکئ چې دا مریّتوب دی او آزادي نه ده ، ځکه  چې امریکایوه مریۀ او وینځه ښځه غواړي  او امریکا یوه داسې ښځه غواړي ، چې خپل  هویّت ئې له لاسه ورکړی وي  او  دغه راز ئې خپل کلتور هم پريښودلی وي.یوازې  اسلامی نظام ده چې  د میرمنې ژوند،اسلامی شرافت نه ډک ژوند دی .  او نور تش او پوچ شعارونه دي .

https://iqna.ir/fa/news/4107336/%D

captcha