IQNA

مسلمانان دې د ناټو په مقابل کې متحد او یو موټی شي

7:06 - December 19, 2022
د خبر لمبر: 3486622
ایکنا-(تهران)د چیچنیا  ولسمشر رمضان قدیروف په چیني ژبه په یوه پیغام کې د نړۍ درست مسلمانان د ناټو په مقابل کې  اتحاد او یووالی ته وبلل.

ایکناخبری آژانس د روسیا الیوم له قوله راپور راکړ،د چیچنیا ولسمشر رمضان قدیروف په ټولنیزو چینلونو کې د یوه پیغام په لیږلو سره چې د نړۍ د مسلمانانو لپاره په درو ژبو لیکل شوی ؤ،له دوي غوښتل شوي څو له ناټو سره په مبارزې کې دې سره متحد او یوموټی شي.

د چیچنیا د ولسمشر  په چیني ژبه  له متن څخه په استفادې سره  چې  له هغې ویډیو سره یوځاي چې په انګریزي او عربي ژبو خپره شوې ده،ووئيل، لویدیځي هیوادونه نه یوازې په وسلو سره ،بلکې د دودیزو ارزښتونو په تباه کولو سره نړۍ ګواښي.

دچیچنیا د رهبر په وینا،په تیرو سلو کلونو کې متحده ایالاتو او اروپا په درستې نړۍ کې په لسګونو جنګونه،کودتاګانې  اوپوځي یرغلونه منظم کړي او پر نورو هیوادونو ئې تپلي دي  چې د میلیونونو عامو خلکو دو ژلې  اونابودۍ سبب شوي دي.

قدیروف زیاته کړې،دوي غواړيومونږ په داسې حیوانانو بدل کړي چې په آسانۍ سره ورسره لوبې کیدلی شي،خو دا چاره به هیڅکله هم تحقق ونه مومي.مونږ له درستې اسلامي نړۍ او له ټولو منطقي او عاقلو خلکو غواړو چې د مونږ دمشترکه دښمن په ضد سره متحد شي.

رمضان قدیروف  د لویدیځ له پراختیا غوښتې سره په مبارزې کې د روسیې پر رول ټينګار وکړ او وې وئيل، ناټو  د درستې نړۍ وجود ګواښي،البته روسیې له دغه شیطان څخه د لویدیځ د ټولو تمو په اپوټه ګام پورته کړی و ورڅخه ئې سرغړولی دی  او په ډاډ سره د بریالیتوبه په لور پر مخ ځي.اجازت ورنکړئ څو ناټو  تاسو ته خپله اراده دیکته کړي،که داسې نه وي،نو دوي به دتاسو ټاټوبي ونیسی او بیا به په لاس هیڅ درنشي،نو باید دخپلو وروڼو ترڅنګ ودریږئ او  د  ظلم او ناټو په ضد مبارزه وکړئ.

https://iqna.ir/fa/news/4108021/%

captcha