IQNA

دعراق داهل سنت عالمانو د شورا مشر؛

شهید قاسم سلیمانی او المهندس د لویدیځ سپیرې نقشې ناکامې کړې

6:40 - January 01, 2023
د خبر لمبر: 3486681
ایکنا-(تهران)د عراق د اهل سنتو د عالمانو شورا مشر ووئيل، امریکا له شهیدقاسم سلیمانی او شهید ابومهدی المهندس سره مقابله ونه کړائ شوه،نو  ځکه ئې هغوي په یولړ ناځوانمردانه ااو بزدلانه عملیاتو کې ټارګټ کړل.ځکه دغو شهیدانو د لویدیځ ټوله دسیسې او نقشې شنډې کړې.

ایکناخبری آژانس د الهد له قوله رپور راکړ،د عراق د اهل سنتو  ددینی عالمانو د  اتحادئې  مشر شیخ خالد الملا پرون د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو د قدس ځواک د وخت قوماندان شهید جنرال قاسم  سلیماني او دعراق د الحشد الشعبی مبارز ولسی ځواک مرستیال ابومهمدي المهندس د شهادت د دریمې کلیزې په مناسبت په یولړ دستورو کې پخپلې وینا کې ووئيل د دریم ځل لپاره دریږو او د اسلام د اتلانو د ټارګټ کیدا دردناکه او تاریخي پيښه یادوو،هماغه کسان چې خپل ژوند ئې د اسلام او دین په خاطر او د اسلامی امت په خاطر قربان کړل.

شیخ خالد الملا زیاته کړه امریکا ونه توانیده له شهیدانو المهندس او سلیماني سره مقابله وکړي او دوي ئې په بزدلانه او ناځوانمردانه عملیاتو کې په نښه کړل ځکه دغو اتلو شهیدانو د لویدیځ ا و استعمار درستې دسیسې او نقشې شنډې کړې.

شیخ الملا په دوام کې ټينګار وکړ، دښمنانو هڅه وکړه ،بغداد نسکور کړي ،خو دغو میړنیو او شجاع سردارانو  د هغوي په وړاندې پیاوړی بند جوړ کړ او مخه ئې ونیوله . ددغودواړو شهیدو سردارانو وینه به هیڅکله هم ضائع نشي او مونږ به دغه هیواد جوړ  کړو.

هغه همداراز اشاره وکړه ،که چې داعش وپنځول شو  او پر عراق ئې یرغل وکړ ، نو دهیواد دجنوب خکلو سره د  المهندس او قاسم سلیماني  دهیواد ددفاع لپاره او دخپل وطن د بیرغ د رپولو لپاره ډګر ته راووتل او ملت ته ئې حوصله او انګیزه ورکړه او خپله خاوره ئې وساتله .

دعراق د اهل سنتو د عالمانود اتحادئې مشر همداراز له خطرو سره د مخامخیدا لپاره په عراق کې دالحشد الشعبی ځواک خوریدا ته په اشارې سره  ټينګار وکړ، باید احتیاط وکړو او په هغه نرم جنګ سره چې هیواد اوروحانیّت ئې په شیشت کې راوستی ،کلکه او ټينګه مقابله وکړو.

https://iqna.ir/fa/news/4110995/%D8

captcha