IQNA

د افغانستان سیاسی اوکلتوري شخصیتونه،شهید قاسم سلیماني له سرحدونو ورآخوا نړیوال شخصیّت ګڼي

11:49 - January 05, 2023
د خبر لمبر: 3486708
ایکنا-(تهران)د افغانستان یو شمیر استاذانو او کلتوري شخصیّتونو  پخپلو څرګندونو کې ووئیل،که د شهید سردار قاسم سلیماني  هڅې  او مقاومت او مبارزه نه وائ نو پر سورئې او عراق سربیره   د افغانستان پشمول په نورو اسلامی هیوادونو به هم داعشیان مسلط شوي وو او د استکبار او استعمار پنجو به په دغو هیوادونو کې ریښې خورې کړې وې.

ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د افغانستان  دپوهنتونونو استاذان او کلتوری اوسیاسی شخصیّتونه په دې اند دي چې شهید جنرال قاسم سلیماني له سرحدونو او سیمه ایزو پولو ورآخوا یو داسې شخصیّت ؤ چې له استکبار سره ئې مبارزه کوله او د مظلومو ملتونو سره مرسته د هغه یو اصلی هدف او آرمان ؤ. دوي په دې اند دي چې  دشهید سلیماني مجاهدت  به هیڅکله هم له چا هیر نشي .

 د افغانستان  یوه کارپوه اوتکړه شناندی  محمد علمدار  په کابل کې  زمونږ خبریال سره په خبرو کې د شهید قاسم سلیماني  د  کړچار او کردار په باب  ووئيل ،د سیمې او درستو ا سلامی هیوادونو لپاره د شهید قاسم سلیماني  نه ستړیکیدونکې هڅې او اقدامات ډير  ارزښتمن او بې مخینې  وو.د ا سلامی امت دغه لوي سردار  له داعشي ترهه ګرې ډلې سره  چې د امریکا  یو تور پوځ  وو، کلکه مبارزه وکړه  او په میړنتوب او مقاومت سره بریالی شو ، داعشي جنایتکار له سورئې او عراقه  وشړي  او ددغو هیوادونو  خلک خپل عادي ژوند بیرته پیل کړي.

همداراز د افغانستان یو شمیر  نورو استاذانو او کلتوري شخصیّتونو  پخپلو څرګندونو کې ووئیل،  که د شهید سردار قاسم سلیماني  هڅې  او مقاومت او مبارزه نه وائ نو پر سورئې او عراق سربیره   د افغانستان پشمول په نورو اسلامی هیوادونو به هم داعشیان مسلط شوي وو او د استکبار او استعمار پنجو به په دغو هیوادونو کې ریښې خورې کړې وې.

https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i125766

captcha