IQNA

په سیمه ایزې سولې کښې د تهران او اسلام آباد د ملګرتیاؤ بریاوې درلودلي دي

16:28 - January 09, 2023
د خبر لمبر: 3486728
ایکنا-(تهران) د پاکستان د پارلیماني ډلې مسئول انور الحق هم په مختلفو برخو کښې د دواړو هیوادونو مشترکاتو ته په اشارې سره وویل: د ایران او پاکستان د اړیکو د خرابولو په لړ کښې د ځینو کسانو له هلوځلو سره سره، مونږ تل له ایرانه ملاتړ کړی او نه پریږدو چې د پاکستان له لارې خپلو سپیرو موخو ته ورسیږي.

ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،په آسیايي پارلیمانونو کښې د ایران د پارلیماني ډلې مشر د پاکستان د سینیټ له غړو سره په کتنه کښې ټینګار وکړ چې د تهران او اسلام آباد ترمینځ ملګرتیا په سیمه کښې د صلحې او ثبات د رامینځته کولو په لړ کښې مثبتې لاسته راوړنې لرلې دي.

د ایران د اسلامي شورا (پارلیمان) مشر محمد باقر قالیباف هم د آسیايي پارلیمانونو د عمومي ټولنې APA په دیارلسمې غونډې کښې د ګډون په موخه ترکیې ته تلی دی.

د ایران د پارلیماني ډلې مشر علي علیزاده په دې خبرې سره چې ایران او پاکستان پریمانه کلتوري او تاریخي ګډولې لري، وویل: د تهران او اسلام آباد ترمینځ ملګرتیا په سیمه کښې د صلحې او ثبات د رامینځته کولو په لړ کښې مثبتې بریاوې لرلې دي.

علیزاده له ترهګرۍ سره په مبارزه کښې د دواړو هیوادونو ترمینځ د تعاملاتو او د هلوځلو د دوام په ضرورت باندې ټینګار وکړ او زیاته یې کړه: د ایران او پاکستان تعاملات د ترهګرو اقدامات شنډوي.

په دغې کتنې کښې د پاکستان د پارلیماني ډلې غړي انور الحق هم په مختلفو برخو کښې د دواړو هیوادونو اشترکاتو ته په اشارې سره وویل: د ایران او پاکستان د اړیکو د خرابولو په لړ کښې د ځینو کسانو له هلوځلو سره سره، مونږ تل له ایرانه ملاتړ کړی او نه پریږدو چې د پاکستان له لارې خپلو سپیرو موخو ته ورسیږي.

https://parstoday.ir/ps/news/world-i125966

captcha