ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ د افغانستان د رسنیو له راپورونو سره سم، ددغه هیواد په کابل کې په یادو پرونیو چاودنو کې لږ تر لږه ۲۰ کسان وژل شوي او له ۴۳ کسانو زیات ژوبل شوي هم دي.
د کابل ایمرجنسي روغتون چې د برید ځای ته نزدې فعالیت کوي، ویلي چې له ۴۰ زیات ټپیان ور وړل شوي دي.
خو د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ ویلي چې، پنځه ملکي وګړي وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.
د فرانسپرس خبري اژانس هم په یوه راپور کې ویلي چې، د چاودنې پر مهال یې د خبریالانو یو ټیم په څنګلوري، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ننه د مرکې په حال کې و.
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور مرستیال وزیر مهاجر فراهي ههم ویلي چې ټاکل شوې وه چې د چین یو پلاوی د بهرنیو چارو له وزات څخه کتنه وکړي خو دوی نه پوهیږي چې ایا دوی به د چادونې پر مهال په سیمه کې وو او کنه؟ خو د طالبانو د رئیس الوزرا د دفتر یوه جګپوړي چارواکي احمدالله متقي ویلي، چې د چاودنې پر مهال بهرنیان په بهرنیو چارو وزارت کې نه وو.خو ځينو خپلواکه خبری سرچینو وئيلي چې د چین دغه تجارتي پلاوی د چاودنې پر وخت په خارجه زوارت کې موجودؤ.
تېرو میاشتو کې داعش ترهګرې ډلې په کابل کې د چینایانو په هوټل، د پآکستان او روسیې په سفارتونو هم بریدونه کړي وو چې یو لړ مرګ ژوبلې ئې اړولې وې.
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i126114