IQNA

د هرات دتاریخی جومات بیا رغونه بشپړیږي

16:39 - January 14, 2023
د خبر لمبر: 3486747
ایکنا-(تهرا)د افغانستان د هرات جامع جومات دمرمت کار چې په دغه  هیواد کې یو ترټولو لوي جومات او یو تاریخي ځاي شمیرل کیږي،  د بشبړیدا په حال کې دی.

ایکناخبری آژانس د پژواک انګریزي ژبې پاڼې له قوله راپور راکړ،د هرات د اطلاعاتو او کلتور دادارې مسئولان وائي،دمګړئ ددغه ولایت د لوي جومات د بام د رغونې کار تر اتیا فیصدو پورې  پرمخ تللی دی .

ددغې ادارې دتاریخی ودانیو دساتنې مسئول زلمی صفا په دې باب ووئيل چې د هرات دجامعې جومات رغول له تیرو اتو میاشتو راهسې پیل شوي او دمګړئ ئې په دوو شمالی او جنوبی برخو کې رغونه په چټکۍ سره روانه ده.

 د ښاغلی صفا په وینا، د سړې هوا په دلیل چې اټکل شوې ممکنه ده ، د  مرمت کار به تر دوو اونیو پورې پاي ته ورسیږي.

د هرات  جامع جومات د افغانستان یو تر ټولو پخونانی جامع جومات دی  او په شپږ څلویښت زره اوه سوه شپيته مربع میټر مساحت سره د نړۍ یو تر ټولو لوي جومات شمیرل کیږي.

دغه ودانۍ په پيل کې د ترتشتیانو عبادت ځای ؤ او په ۲۹هجری  کال کې د اسلام پاک دین ته دهرات د هلکو له ګروهنې وروسته  دغه لوي عبادتځاي د مسلمانانو په جومات بدل شو.

 دغه تاریخي جومات په څلور سوه شپيتو ګبنذو، یو سل دیرشو  رواقو، دولسو مینارو، څلورو هالونو، څلورو سترو کتیبو چې قرآني آیتونه، عرفاني شعرونه  پرې لیکل شوي ، او دغه راز په څلورو زرو کتابونو مشتمل یو کتابتون او وضو ځاي  لري.

په دغه جومات کې  د یو لاک لمونځ ګوزارو د لمون ځ د اداکولو ګنجایش شته دی.

https://iqna.ir/fa/news/4114520/%

captcha