IQNA

د کلتوری کار ملاحظه کول او د ضرورتونو رعایتول،همیشئ او ضروری سټراټژیک تبلیغ دی

18:13 - January 18, 2023
د خبر لمبر: 3486765
ایکنا-(تهران) د اسلامی انقلاب معظم لارښود د اسلامی تبلیغاتو د ادارې له مشر او یوشمیر مدیرانو سره په کتنې کې پر ماډرن تفکر مشتمل او د تبلیغ د کلتوري او اجتماعي ضرورتونو په نظر کې  په نیولو مشتمل د ویاړمنو محصولاتو تولید او وړاندې کول له پروردګاره په عین بشپړخضوع حالت کې،د تبلیغاتي کلتوري ادارو دوې مهمې دندې وبللې

ایکناخبری اژانس د رهبرۍ ددفتر د اطلاع رسونې د څانګې له قوله راپور راکړ،د اسلامی انقلاب معظم  لارښود حضرت آيت الله العظمی سید علی خامنه اي نن ماسپښین د اسلامی تبلیغاتو او هنری حوزې د  ادارې له مشر او یوشمیر مدیرانو سره په کتنې کې پر ماډن تفکر مشتمل د ویاړمنو محصولاتو او تولید په وړاندې کولو او د تبلیغ د کلتوري او اجتماعي ضرورتونو په نظر کې  نیولل،د پروردګار په درګاه کې د خضوع  او خشوع ورائښت د تبلیغاتی کلتوری  ادارو دوې مهمې دندې وبللې.

حضرت آيت الله العظمی سید علی خامنه اي د هغو اقداماتو په قدرونې سره چې د اسلامی تبلیغاتو په ادارې کې ترسره شوي دي ، په قرآني آیتوو باندې په استنداد سره ، له پروردګاره ویره، د تبلیغ او کلتور د ډګر د  فعالانو یوه ضروري او همیشنۍ سټراټژي وبلله او وې وئيل،  تبلیغي -کلتوري ادارې او عناصر او عوامل باید بشپړ ځیر ووسي چې دخدای کلام او خبره ، په هیڅ ډول شرائطو کې پر مځکه پاتې نشي  او په دې زمینې کې باید له هیڅ ډول جنجال،شورماشور او تورونو ونه ویریدل شي.

د اسلامی انقلاب ستر لارښود په تبلیغ کې اجتماعي ضرورتونو ته توجه په الهي خشیّت سترګو پټول  ونه بلل او وې وئيل،فرهنګی کارونه ځینی لوازمات لري چې باید ورته بشپړ توجه وشي.

دوي همداراز په کلتوري فعالیتونو کې  د قوم ژبې ته توجه اقتصائات او ضرورتونه وبلل او وې فرمائيل،ژبه  له له ځوان او زلمي سره د ارتباط ژبه، له یوه معاند او جاهل غافل سره دخپرو له لهجې سره فرق کوي، هماغه شان چې باید په داخل کې له کلتوری تبلیغي کار سره په نورو هیوادونو کې د تبلیغ او خبرو کولو ژبه په انقلابی ټولګو کې توپیر ولرل شي.

د اسلامی انقلاب ستر لارښود په داخل او بهر کې د ماډرن تفکر او نوو محصولاتو بازار ډير روڼ وباله او وې وئيل،د ماډرن فکر په تولید د دوي په محصولاتو او د ښه پيک او سم دسته بندۍ سره ئې  په ویاړمنو شیانو بدلیدا،له فعالو ګاهګانو ډک بازار او وړاندې کونکو ته اړتیا لري.

د اسلامی انقلاب ستر لارښود همداراز په دغه ډګر کې په کم کاریو په ناخوښئ ښودلو سره ووئيل، په مختلفو ډګرونو کې د هنری حوزې اوتبلیغاتو ادارې ډير ښه کارونه کړي دی،خونه د خپلو څلویښت کلن پړاؤ په اندازه،پر دې اساس،باید کار او هڅه دوه چنده شي.

د کلتوری ټولګو د اساسی چورلیز په عنوان سره انساني ځواک ته اهمیّت ورول،په ټولو څانګو کې د تبلیغاتو د ادارې د ښه ځواک ساتل،د کلتوری تبلیغاتی کارونو په بهرنیو فعالیتونو کې د پيښو په زمینې کې خیال ساتل او د ځواکونو مواظبت،په دغې کتنې کې د اسلامي انقلاب  د معظم لارښود څلور نورې موضوعګانې وې .دوي دغه رازجوته کړه البته باید له ولسی ظرفیّتونو څخه لازیاته استفاده وشي چې په دې زمینې کې د عمار جشنوارې ترسره کیدا یوه ښه بیلګه ده.

همدداراز د خلکو د خوښ ژوند،خوشالئ او تاندوالی ساتلنور هغه ټکي وو چې دوي د تبلیغاتي کلتوري ادارو یوه مهمه دنده وبلله.

https://iqna.ir/fa/news/4115613/%D9

captcha