ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،په افغانستان کې د انصار په نامې د بنسټ د چارواکو پر وینا، تردې وروسته به د ننګرهار میرمنې په خپل مټ کار کوي او د اقتصادي ستونزو په هواري کښې به د خپلو کورنیو لاسنیوی کوي.
د انصار په نوم دخیریه بنسټ مشر میرویس میلمه پال وایي چې په جلال اباد کې یې یو شمیر بې وزله میرمنو ته دجامو ګنډلو په برخه کې دکار کولو اسانتیا برابره کړه. هغه وایي دغو میرمنو چې په تیرو دوه لسیزو کې یې د جامو ګنډل زده کړي وو خو د بې وزلې له امله یې په خپل مټ د کار کولو توان نه درلود. میرویس میلمه پال وایي هرې میرمنې ته یې د ګنډلو پر ماشین سربیره د اړتیا وړ نور وسایل هم ورکړل او همدارنګه یې هرې میرمنې ته دوه زره افغانۍ هم ورکړې چې د جامو ګنډلو لپاره پرې ټوکر واخلي.
انصار خیریه بنسټ له دې وړاندې یو شمیر نارینه وو ته هم په جلال اباد ښار کې د کار کولو اسانتیا برابر کړې وه.
په دې اړه د تهران ریډیو دخبریال راپور په ګډه سره آورو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i126378