طه موسی حسن چې په طه الفشني مشهور او د مصر یو خاضع، خاکسار او مشهور قاری ؤ په ۱۹۰۰کال کې د مصر د ؛بنی سویف ولایت په شاوخوا کې په فشن ښار کې زیږیدلی ؤ.هغه د مداحئ په انداز کې د شیخ علی محمود لارې ته دوام ورکونکی ؤ.دغه راز د شیخ مصطفی اسماعیل د تلاؤت رودې سره ئې ډیره زیاته دلچسپي درلوده.
د هغه ترټولو مشهر او تر ټولو ښه اثار چې ورڅخه پاتې دي ،؛حب الحسین؛یا ایها المختار، میلادطه یادولی شو.طه الفشنی په ۱۹۷۱کال کې وفات شو.
له هغه مخکې په مصر کې ډير خاضع او خاشع او خاکسار لویان موجود وو چې په هغو کې ترټولو ښه ؛علی محمود او او ؛سید درویش ؛ دي . البته په هغه پړاؤ کې چې طه الفشني پکې ژوند کوه، د غږیا صتي امکانات او آوزارونو پرمختګ کړی ؤ او دهغه آثار په لا ښه کیفیّت سره آوریدونکو ته رسید،په همدې خاطر د طه الفشني آثار تل پاتې شوي دي.
طه الفشني د خپلې پیاوړي اجرا په دلیل ډيرې اغیزې شیندلې،د مصر ډيرو لوړ پوړو شخصیتونو هم د هغه له آثارو سره مینه درلوده. له هغه سره جمال عبدالناصر او انور سادات هم ډیره ګروهنه درلوده.ددغه محبوبیّت دلیل هم بل هیڅ نوي،یوازې دا چې په ډير ښه احساس سره به ئې اجرا کوله.
د طه الفشني یو تر ټولو غوره او په زړه پورې اثر ؛حب الحسین؛ دی چې لامل شوی څو مسیحیان هم له دغه دینی هنر سره او هم د اسلام له غوره شخصیّتونو سره ګروهنه ولری.
طه الفشني په لمنځ او دعا کې یو داسې لوي خاکسار مداح او فن لرونکی شخصیّت ؤ چې کولی ئې شول د موسیقۍ په زمینې کې فعالیت وکړي او سندرو ته دوام ورکړي،او ديرې مالي شتمنۍ ترلاسه کړي،خو یوه داسې زمینه ئې غوره کړه چې د ټولنې اړتیا وه . هغه ابتهال او خاکساري غوره کړه څو د پیغمبر اکرم او داهل بیت علیهم السلام مدح او ثنا و صفتونو ته دوام ورکړي.