IQNA

د ولایت او امامت د نهم ځلانده ستوري حضرت امام جواد(ع)دنیکمرغه زوکړې کلیزه دې پر ټولو مبارک وي

6:47 - February 01, 2023
د خبر لمبر: 3486836
ایکنا-(تهران)د حضرت امام محمد تقي علیه السلام دنیکمرغه زوکړې دکلیزې په مناسبت د حضرت امام رضا علیه السلام  او د حضرت بی بی معصومه سلام ا...علیها په سپيڅلو حرمیّنو کې له پرون راهسې ځانګړې دستورې جوړې شوي دي .

زمونږخبریال راپور راکړ،د رجب د میاشتې لسمه نیټه  د حضرت محمد مصطفی(ع)د یوه پاک لمسي او د ولایت او امامت د آسمان د نهم ځلانده ستوري حضرت امام محمد تقي الجواد علیه السالم دنیکمرغه زوکړې له کلیزې سره برابره ده . امام محمد تقي (ع) د ۱۹۵قمری کال د رجب  د میاشتې په لسمه نیټه  په مدینې منورې کې نړۍ ته سترګې رڼې کړي  او د خپل پلار حضرت امام رضا علیه السلام له شهادته وروسته ئې  د مسلمانانو د رهبرۍ مسئولیّت په غاړه  اخستی.

د حضرت امام محمد تقي علیه السلام  یو لقب  جواد الائمه دی.د هغه بزرګوار دامامت په پړاؤ کې  مختلفو اسلامی او غیر اسلامی فرقو وده کړې وه  او  نورو ملتونو علومو او فنونو ته ډيره توجه کړې وه ،نو ځکه دولایت دآسمان نهم ځلانده ستوري حضرت امام محمد تقي علیه السلام علمی او اعتقادي بحثونو ته وارد شو او دمختلفو دینونو  له مشرانو سره په مناظرو کې  په خداي سرمائې سره  د امامت  ساتنه وکړه.

د حضرت امام محمد تقي علیه السلام دنیکمرغه زوکړې دکلیزې په مناسبت د حضرت امام رضا علیه السلام  او حضرت بی بی معصومه سلام ا...علیها  په سپيڅلو حرمیّنو کې  له پرون راهسې ځانګړې دستورې جوړې شوي دي .

د ایکنا کارکونکي هم په دې مناسبت د اهل بیت علیهم السلام درستو مینه والو ته دزړه له کومې مبارکي وائي.

captcha