IQNA

په تاجیکستان کې د مینځني ختیځ ترټولو لوی جومات مخ کتنه کیږي

15:30 - February 04, 2023
د خبر لمبر: 3486847
ایکنا-(تهرانه)د تاجیکستان د دینی چارو د کمیشن مشر ووئيل، ددوشنبې ښار جامع جومات به د ۲۰۲۳کال په دوهمه نیمائي کې په رسمي توګه افتتاح شي.

ایکناخبری آژانس د Asia Plus Tajikistan له قوله راپور راکړ،د تاجیکستان د دینی چارو د کمیشن مشرسلیمان دولت زاده ووئيل، تاجیکستان ته د قطر د چارواکو د رسمي سفر پلانونه شوې ده  او دغه جومات به د قطر د پلاوي په ګډون سره  افتتاح شي.

د تاجیکستان د چارواکو په وینا،دغه جومات چې په مینځني آسیا کې ترټولو لوي جومات شمیر کلیږي، ټاکل شوې وه د ۲۰۲۰کال په اګست کې ئې مخ کتنه وشي، خو د کرونائي بحران له امله  ځنډول شوې وه.

په راپور کې وئيل شوي دي ،دسل میلیون ډالرو په ارزښت سره  دغه پروژه د تاجیکستان د ولسمشر امام علی رحمان په مستقیمې څارنې سره ترسره شوي او قطر ددغې پروژې کابو اویا فیصدي  لګښت په غاړه اخستی دی.

د دوشنبې جامع جومات  په دولس هیکټره مځکې باندې جوړ شوی او  د لمانځه پر لوی هال سربیره ،کتابتون، میوزیم  او د غونډو  هال هم لری  . دغه جومات کې به  د  کابو یو لک  شل زره لمونځ ګوزارو  ګنجایش ولری.

په تاجیکستان کې کابو دوه زره جوماتونه دي چې ځيني ئې ددغه هیواد د تاریخي آثارو برخه دي  او  د تاجیکستان د کابو نهه نیم میلیون آبادۍ څخه  اته نوي فیصدي خلک مسلمانان دي .

 https://iqna.ir/fa/news/4119577/%D

captcha