ایکناخبری آژانس د تسنیم له قوله راپور راکړ، دافغانستان رسندویو راپورورکړی ، په کابل کې د عربستان د سفارت نولس کارکونکو له کوم خاص توضیح پرته دغه سفارت خالی کړی دی .په راپور کې وئيل شوي دي ،په کابل کې د عربستان د سفارت ډيپلوماټان، د طالبانو دحکومت له خوا ددغې سیاسی نمایندګۍ د میرمنو کارکونکو دفعالیت له منع کیدا وروسته خپل هیواد ته ستانه شوي دي.
همداراز په راپورونو کې وئيل شوي دي ،ظاهرا سعودیانو دغه کار دمیرمنو کارکونکو د منع کیدا په غبرګون کې کړی دی،خو وئیل کیږي چط دغه کار دیوه منظم پلان په اساس ترسره شوی دی . ځيني نوره سرچینې هم دااحتمال ورکوي چې ممکنه ده په کابل کې د عربستان سفارت دامنیتی ګواښونو په زیاتیدا پسې خالی کړئ شوی وي.
داپه داسې حال کې دي چې د طالبانو دحکومت ویندوي ذبیح الله مجاهد پخپل یوه وروستي پیغام کې وئيلی دي ، د عربستان د سفارت کارکونکي د لنډ مهاله روزنې لپاره خپل هیواد ته ستانه شوي دي او تر یوې اونۍ پورې به بیرته راستانه شي.