ایکناخبری آژانس راپور راکړ، ابوالعینین شعیشع په ۱۹۲۹ کال کې په مصر کې زیږیدلی او په اولس کلنۍ کې یعني په ۱۹۳۹کال کې د مصر ریډیو ته ورغی.هغه په اتلس کلنۍ کې د فلسطین له ریډیو سره تړون وکړ او هلته لاړ. په فلسطین ریډیو کې ئې ډیرزیات او جذاب تلاؤتونه اجرا کړل. البته له بده مرغه فلسطین ریډیو له دوهم نړیوال جنګه وروسته د هغه ډير آثار له لاسه ورکړلاو دغه آثار ورک شول.په فلسطین کې شعیشع شتون ډيرې مثتبې اغیزې درلودې او له هغه وروسته نور قاریان هم فلسطین ته وبلل شول.
شعیشع باؤری دی چې له فلسطین ریډیو سره دهغه ملګرتیا دهغه په ژوند کې ډيرې اغیزې شیندلي دي.شعیشع پخپلې په دې باب وائي؛کله چې زه له فلسطینه مصر ته ستون شوم ،نو دا چاره سبب شوه څو دملک فاروق ماڼۍ ته دعوت شم او د روژې په مبارکې میاشتې کې د نورو لویو قاریانو ترڅنګ دقرآن تلاؤت وکړم:
د فلسطین له ریډیو سره ملګرتیا سبب شوه څو د شعیشع غږ اسلامی نړۍ ته ورسیږي او نورو ا سلامی هیوادونو ته د سفر لپاره هغه ډيرې بلنې ورکلړ شي. ددغو بلنو په واسطه وه چې هغه سورئې ،عراق،پاکستان،تریکې،اردن ،ایران،لبنان اومتحده عربی اماراتو ته ډير سفرونه وکړل چې دغو سفرونو ډيرې اغیزې شیندلی وې.
دهغه په وینا،هغه دمصر هیواد لومړنی قرآني نماینده ؤ چې په رسمي توګه ئې بهر ته سفر وکړ. متحده عربی اماراتو ته سفر یو هغه سفر ؤ چې شعیشع تر لسو کلونو پورې دغه هیاد ته بلل کید او د عبدالباسط په څير د نورو قاریانو ترڅنګ دغه هیواد ته ئې تګ راتګ درلود.
هغه د پخوانی سټایل دخاوند استاد محمد رفعت شاګر ؤ په همدې دلیل د شعیشع د قرائت روده هم خاص وه. هغه د ځان لپاره یوه خپلواکه روده رامینځةکړه او دتیرو وختونو د قاریانو په تقلید پسې نه ؤ. همدا موضوع سبب شوې وه څو په مصر کې یو ځانګړی ځائيګی ولرل شي.
استاد شعیشع تل وئيل؛ زه یو قاری یم چې یوه مسیحي کشف کړی وم .هغه لومړنی کس چې د ما غږ ئې واورید،دمصر یو لوي مسیحي سیاستوال و او زه هغه هیڅکله هم نه هیروم چې زه ئې د مصر یوه ښآر جرجا ته دعوت کړم څو تر درو ورځو پورې دهغه په کور کې پاتې شم . ههغه اودهغه بچیان زما د پښو پلوه ته کیښناستل څو څو د جرجا له اوسیدونکو سره یوځاي د قرآن تلاؤت ته غوږ کیږدي.