IQNA

تحقیقاتی او علمی جهاد(جهاد تبیّن) له پهلوي ډوله پروژو سره دمقابلې فرصت دی

13:57 - February 11, 2023
د خبر لمبر: 3486881
ایکنا-(تهران)د ایران د اسلامی  جمهوریت ولسمشر ابراهیم ریئسي دتهران په آزادۍ چوک کې د اسلامی انقلاب د بریالیتوب دکلیزې په میلیوني غونډې کې ددې خبرې په کولو سره چېځیني  د پهلوی لاس پوڅي رژيم د څيرې په پاکولو پسې دي ،ووئيل، د اسلامی انقلاب د معظم لارښود په فرمان سره ، دمجاهدینو لپاره د علمي او تحقیقاتي او رونټیا ډګر یو داسې فرصت دی چې،د ټولنې لپاره په تیره بیا دځوانانو لپاره روښانه کړي، چې دغه تالي څټي(پهلوي رژيم) ددغه میړني ملت لپاره څوره ذلتونه ،وروسته پاتیوالي او نیمګرتیاوې درلودې.

تحقیقاتی او علمی جهاد(جهاد تبیّن) له پهلوي ډوله پروژو سره دمقابلې فرصت دیایکناخبری آژانس راپور راکړ،د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ابراهیم ریئسي  نن دتهران په آزادۍ چوک کې د سلواغې د دوویشتمې دیوم الله په مناسبت د میلیوني خلکو په ولولناک او پرتمین لاریون کې پخپلې وینا کې ووئيل، دغه ورځ پر باطل د حق دبریالیتوب،پر تورې د وینې دبریالیتوب پر مستکبرانو د مستضفینو د بریالیتوب ، دنور د انفجاریا څرک،د قرآن دمعجزې ، د خداي دلارې دمجاهیدانود غوښتې دپوره کیدااو دعالمانو،صالحانو،شهیدانو او دهغو کسانو  د بریالیتوب ورځ ده چېد تاریخ په اوږدو کې ددین په نامې سره د یوه تل پاتې نظام د رامینځةکیدا  امید او هیله ددوي په زړونو کې وه او د پر ایران د سلطه ګرو د پاي ورځ وه ،نو ځکه یوه مبارکه او امیدواره ورځ ده .

هغه پخپلې وینا کې روښانه کړه،نن د ملی انسجام،د  وحدت او یووالي د ځلا او په هرې کوڅې ،ښار، کلی  او ښارګي کې د ولس د شتون، چغې پورته کولو، حماسې پنځولو او په ډګر کې د ولولناک شتون  ورځ ده چې اوس وینو ټول ملت په ډګر  کې حاضر دی،چې نه یوازې  راي،بلکې له راي هم لا بره، له حضرت امام خمیني ،حضرت ایت  الله العظمی سید علی خامنه اي او داسلامی انقلاب له لوړو آئيډیاؤ او شهیداو سره  دعهد د تړلو ورځ ده.

د اسلامی ایران ولسمشر  ددې خبرې په کولو سره چې دغه ژمنتیا او میثاق له راي ورکولو هم ډير لوړ او مهم دی ووئيل،زمونږ په دیني نظر کې هغه کسان چې ژمنتیا کوي،نو یوازې فیصله نه کوي،بلکې ددغې فیصلې او راي  ورکونې ته د تل لپاره ژمن اووفادار هم دي .

ابراهیم ریئسي دغه راز په نفس باندې اعتماد،په فرهنګ یعني ؛مونږ کولی شو؛باندې تکیه او اعتماد د اسلامی انقلاب لومړنۍ بریا وبلله او وې وئيل، په دغه ۴۴کلونو کې معلومه شوه چې دایران ملت ډير توانمن دی او ډیر ظرفیّتونه لري  او دا چې ؛مونږ  کولی شو؛،د نه شرقي او نه غربی شعار او خپلواکۍ  ډير زیات برکتونه درلودلي دي  او ددښمن د لالهاندۍ او غوسه کیدا دلیل  هم همدا دی.د ایران ملت ډيرې څوکې  اوډګرونه فتح کړل ،خو دښمن دا نشي زغملی  او د  اسلامی انقلاب له هماغه پیله ئې خپلې دښمنۍ رابرسیره کړي او تر نن پورې دغه دښمنۍ او دسیسې دوام لري،البته هیڅ به لاس ورنشي.

هغه روښانه کړه ،کله دښمن ولیدل چې  دایران لوي ملت هیڅکله هم نه ویریدونکی دی نو ډول ډول بندیزونو ګواښونو،اقتصادي ترهه ګرۍ  او نورو سپيرو دسیسو ته ئې مخه کړه چې بیا هم د اسلامی ایران میړني ملت مقاومت او مبارزه نندارې ته وړاندې کړه او په هرډګر کې په ولولناک اوله انګیزې ډ ک شتون ته ئې دوام ورکړ او دښمن  ئې بیا هم پخپلو دسیسو او پلانونو کې ناکام کړ،نو بیا هم دښمن غلی نه شو او ډول ډول دښمنیو ته ئې هماغه راز دوام ورکړ ان تر دې چې د بلواؤ او ورانکارو پروژه ئې وړاندې کړه او ترکیبي جنګ او پخپلو کې ئې د ډغرې وهلو دسیسې ته مخه کړه.دوي فکر کاوه چې په دغې پروژې سره د  ایران د پرمختګ بهیر ودروي ،ځکه ئې ترکیبی جنګ، سیاسی ،اقتصادي،رسندويي نفسیاتي ادارکي او له نظامه د ملت د نهیلي کولو دسیسې په قدرت سره پیل کړې ،خو بیا هم هوښیار اوځیر ملت د دوي په دغې دسیسې  هم پوهه شو او په موقعه ئې له دغې دسیسې هم ځان بیل کړ او بلواه ګر او دسیسه ګر او تالی څټي او غولیدلي ئې له خپلو لیکو وشړل او بلاخره د ملت او قوم د ویشلو دسیسه ئې هم بلاخره شنډه شوه.

د اسلامی ایران ولسمشر ووئيل،کله دوي د ژوند او زندګي خبرې کوي نو خلک هم ویني چې امریکا او استعمار کله په افغانستان ،لبنان،عراق او سورئې کې خپل شتون پیدا کړ،نو له ولسونو سره ئې څه وکړل،آیا دهغوي ژوند ئې ښه کړ؟تاسو د دنیا په کوم خاي کې  خلکو ته د ژند هوساینه ډالۍ کړې ده چې اوس دایران د ملت زړه سواندي شوي یاست  ائ پلیتو انسانانو .باید پوهه شئ چې تاسو په سپيرو دسیسو سره زمونږ دملت انسجام او یووالی هیڅکله هم نشي خرابولی  او د ایران دمیړني اویوموټي چغه بیا هم دا ده چې مړه دې امریکا او مړه دي اسرائيل او مړ دې استکبار او استعمار .

https://iqna.ir/fa/news/4121290/%D8

captcha