ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،په افغانستان کښې د طالبانو موقته حکومت په دغه هیواد کې په امریکا پورې تړلې د ازادۍ راډیو او د امریکا غږ راډیوګانو اینټرنیټي پاڼې وتړل شوې.
د افغانستان د خبریالانو مرکز وویل د امریکا غږ او د ازادۍ راډیو د پښتو او د فارسۍ ژبو راډیوګاڼو اینټرنیټ سایټونه د طالبانو د حکومت په حکم وتړل شول.
د افغانستان په ختیځو او لویدیځو ولایتونو او کابل کښې ځینو مخاطبانو د خبریالانو مرکز ته وویل د اینټرنیټ په خدماتو او د مخابراتو په ټولو چینلونو کښې د دغو دوو راډیوګانو اینټرنیټ پاڼو ته په لاسرسي کښې محدودیت یو شان نه دی.
د افغانستان د اطلاعاتو او د کلتور وزارت هم دوه میاشتې مخکې د امریکا غږ او د ازادۍ راډیو په ټيلي ویژن پروګرامونو باندې بندیز لګولی و.
دا بندیزونه په داسې حال کې دي چې د افغانستان د ولس په ضد دامریکا او اروپائي هیوادونو دحکومتونو له خوا د طالبانو بیرته واک ته درسیدا په پلمه چې په قطر کې د طالبانو او امریکایانو د موافقې په اساس ئې قدرت ترلاسه کړی،سخت اقتصادي بندیزونه لګولي او د افغانانو ژوند ئې لا تریخ کړی دی.