IQNA

صهیونیسټي رژيم د ایران په ضد د پوځي اقدام هیڅ وس  نه لري

15:43 - February 13, 2023
د خبر لمبر: 3486895
ایکنا-(تهران) د ایران  دخارجه وزارت ویندوي ناصر کنعاني نن په خبري کنفرانس کې د صهیونیسټ رژیم او امریکا پوځي مانورې په باب  ووئيل، صهیونیسټي رژيم  تیریو او امنیتی ضده اقداماتو ته په ځواب کې  د ایران جدیّت په کرتو  لیدلی  او څپیړی خوند ئې څکلی دی.

ایکناد پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د ایران د خارجه وزارت ویندوي،په امریکا کې د اسلامی انقلاب ضده غونډو کې ساواک د شکنجه ګر  پرویز ثابتي د شتون په باب  هم ووئيل، دبشری حقوقو  مدعي حکومتونه ، د جنایتکارو دشتون په یوه خوندي ځاي بدل شوي دي په دومره وحشي او جنایتکارې مخینې سره یو کس دډيموکراسۍ د مدعي هیواد په مرکز کې  شتون لري.

ناصر کنعاني زیاته کړې ،امریکاد صهیونیسټي رژيم بشبړ ملاتړی او متحد دی نو باید ددغه رژيم  داقداماتو ځواب ویونکي شي.

 د ناصر کنعاني په وینا،په ټول کې  دا هم  دایران په ضد د ا مریکا ددښمنۍ او جنایتکارانو ته دپنا ورکولو یوه بل   سمبول  او مثال دی .

هغه په میونیخ کنفرانس کې د ګډون لپاره د ایران د نه بلنې په باب  هم ووئيل،  دغه اقدام د بې پلویتوب د اصل په خلاف دی ، په تیره بیا  دایران په څير زوړ او بډائ  تمدن لرونکي هیواد  چې  د سیمه ایزو او نړیوال امنیت په حوزې کې نه انکاریدونکی او ټاکونکی  او مهم رول لري  او  دغه اقدام د غلطو محاسبو او کرغیړنو کړچارونو  په معنا  دی .

ناصر کنعاني د ا یران په ضد د بندیزونو  دختمونکو ایټمی خبرواترو په باب هم ووئيل  ایران  د خبرواترو لارې ته  پابند دی او  امریکا او مقابل لوري د هغه څه  په عملي کولو کې  چ ې   اعلان ئې کوي، موافقې ته بیرته ستنیدا ته ګروهمن دي ، باید له خپلې  خوا په عمل کې ښه نیّت وښئ او  د خبرواترو لارې او دموافقې اجرا ته بیرته وګرځي.

 https://parstoday.ir/ps/news/iran-i127890

captcha