ایکنا-(تهران) په عراق کې د اهل بیت و طهارت علیهم السلام مینه وال له تیرو څو ورځو راهسې په پلی لاریون سره ، د حضرت امام موسی کاظم(ع) د شهادت د ویرجنودستورو کې دګډون او زیارت لپاره دکاظمین په لور روان دي.

ایکناخبري آژانس د الفرات نیوز له قوله راپور راکړ،دعراق له داخل اوبهره دزیارتوالو ستر او ولولناک ټول د رجب د میاشتې په۲۵نیټه د حضرت امام موسی کاظم علیه السلام دشهادت د کلیزې په مناسبت د کاظمین په میلیوني لاریون کې ګډون وکړ.
په راپور کې وئيل شوي دي ، زیاتره زیارتوال دعراق دمرکزي او جنوبی ولایتونو دي چې غواړي ،په کاظمین کې دحضرت امام موسی کاظم (ع) دشهارت په دستورو کې ګډون وکړي
د عراق میلمه پال ولس هم تر کاظمین پورې د زیارتوالو لاریون کونکو په لارو کې د امام بزرګوار د زیارتوالو د میلمه پالنې موکبونو په منظمولو سره ددغه زیارت په ثواب کې ځانونه شریک کوي.
د کاظمین په لارو کې ددغو ولولناکو لاریونونو او د مینه والو د مینې نندارې د انخورونو په بڼه ستاسو خدمت ته هم وړاندې کیږی.