IQNA

د طالبانومشر د اختلافاتو او قومیت پالنېّه باب د ډډې په اړه خبردارې ورکړ

16:59 - February 19, 2023
د خبر لمبر: 3486920
ایکنا-(تهران)د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده دطالبانو له یو شمېرمسؤلینو او دولتي چارواکو سره په کتنه کې له هغوی وغوښتل،چې له قومي او سمتي تعصب څخه لاس واخلي او کار اهل کار ته پرېږدي.

ایکنا د پارس ټو ډې له قوله راپور راکړد طالبانو مشر ملاهبت الله اخندزاده دطالبانو له یو شمېرمسؤلینو او دولتي چارواکو سره په کتنه کې له هغوی وغوښتل،چې له قومي او سمتي تعصب څخه لاس واخلي او کار اهل کار ته پرېږدي.

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده دطالبانو له یو شمېرمسؤلینو او دولتي چارواکو سره په کتنه کې له هغوی وغوښتل،چې له قومي او سمتي تعصب څخه لاس واخلي او کار اهل کار ته پرېږدي.

افغان غږ خبری آژانس وایی د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د طالبانو مشرتابه د بدخشان، نیمروز،هرات، فراه او بادغیس ولایتونو له واليانو او نظامي مسؤلینو سره وکتل.

ذبیح الله مجاهد ویلي چې د طالبانو مشرتابه چارواکو ته ویلي چې د امکان په صورت کې د خلکو ستونزې حل کړي او د افغانستان ښیګڼې او پرمختګ ته پام وکړي.

ملا هبت اللهاخندزاده د طالبانو له چارواکو هم غوښتي چې خلک دې د اسلامي نظام له اصولو خبر کړي.

هغه ټینګار کړی، چې د طالبانو چارواکي باید لومړی ځانونه اصلاح کړي او له شریعت سره سمون ولري.

دطالبانومشر ویلي دي چې دښمن په پوځي ډګر کې ناکام شوی دی خو په تبلیغاتي ډګر کې لاهم هڅه کوي چې خلک په اسلامي نظام بې باوره کړي . ملا هبت ا... اخندزاده ټینګار وکړ چې چارواکي او عام خلک دې د دښمن له  دسیسو او پلانونو خبر وي او د دښمن په تبلیغاتو دې سترګې پټې نه کړي. د طالبانو ویاند په دې اړه نور جزئیات ورنه کړل چې دغه غونډه چیرته شوې ده.

د طالب مشرانو ترمینځ د اختلافاتو خبرې د افغانستان د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني له وروستي وینا وروسته زیاتې شوی دی . هغه په یو لړ څرګندونو کې ویلی وو چی خلک له موجوده وضعیته راضي ندي . همداراز څه موده مخکې د طالبانو د کابینې مرستیال عبدالسلام حنفی او عباس ستانکزی هم د انجلیو د ښونځیو په تړل کیدا نیوکې کړي دي .

https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i128216

captcha