د پاکستان د قرآني چارو یو حافظ او استاد حافظ عمرخالد چې د ایران د قرآن په نړیوالو سیالیو کې لومړنی ګډون کونکی دی،ایکناخبری آژانس سره په خبرو کې ددغو سیالیو د سوئې د لوړتیا او په ښه اندازه سره د ترسره کیدا په ستایلو سره په دغو سیالیو کې خپل ګډون،د خپلو قرآني مهارتونو دسورئې د زیاتولو په باب د خپلو شاګردانو او د نورو پاکستانیو زده کونکو د انګیزې د زیاتولو لپاره یو عامل وبالۀ او وې وئيل باید دغه شان سیالۍ په درستو اسلامی هیوادونو کې هم ترسره شي.هغه پخپلو څرګندونو کې ووئیل په ۲۰۱۲کال کې مو د کویت د قرآن دنړیوالې جایزې په سیالیو کې ګډون وکړ،په ۲۰۱۱کال کې د پاکستان د حفظ په سیالیو کې مو لومړی مقام ترلاسه کړ، دغه راز په ۲۰۱۵کال کې مو په عربستان او بیا اوس په ۲۰۲۳کال کې مو په ایران کې د قرآن په سیالیو کې د ګډون ویاړ ترلاسه کړی دی.په عربستان ،کویت او پاکستان کې د ترسره شوو سیالیو او په ایران کې دترسره شوو سیالیو په پرتله کولو کې باید ووایم چې د ایران د سیالیو ترسره کیدا د ټولو په اعتراف سره په ډيره ښه او لوړه سویه ده او د کیفیّت له نظره او هم د سیالیو د مدیریّت د سوئې له پلوه له نورو سیالیو سره د پرتلې وړ نه دي .ځکه ما پخپله دغه توپیر پخپلو سترګو ولیدۀ او له نورو مو هم په کرتو واورید او دا چاره انکاریدونکي ده او دغه سویه ډير ه لوړه ده او دغه راز پر دې سربیره د ایران د خلکو او مسئولانو چلند هم ډير ښه او هیله منونکی دی .
حافظ عمر خالد همداراز په پاکستان کې د قرآن دزده کړې او روزنې په باب هم ووئيل، په پاکستان کې دغه زده کړې په مذهبی مدرسو کې په دودیز ډول هماغه شان دوام لري. په دغو م درسو کې د کار روده دا ده چې په پیل کې معمولی تمرینات او مقدمات او وروسته خلک دخپلې دلچسپۍ په اساس، د ترتیل، تلاؤت او حفظ په څير نور ټولو څانګو ته ورځي او د قرآن کریم د تجوید زده کړې په سر کې دي . په پاکستان کې قرآن کریم ډیر لوړ ځائيګی لري او په پاکستان کې قاریان او حافظان له ډير لوړ احترام او عزته برخمن دي . په پخوا وختونو کې هم د عبدالباسط پشمول د اسلامی نړۍ لویو قاریانو او حافظانو پاکستان ته سفرونه کړي او تلاؤتونه ئې وړاندې کړي دي .
د پاکستان د قرآني چارو دغه حافظ او استاد په پاي کې ددغو سیالیو د ترسره کیدا په دلیل د ایران د اسلامی جمهوریت او همداراز د ښه خبری پوښښ په دلیل د ایکنا خبری آژانس هم ډيره مننه او ستاینه وکړه.