ایکنا د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ، د افغانستان د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور لپاره د طالبانو رئیس قاري نورمحمد حنیف ویلي چې نن سهار شپږ بجې د تورخم لویه لار د هر قسمه تګ راتګ پر مخ په بشپړ ډول پرانیستل شوه
د طالبانو ځايي چارواکو پرون خبر ورکړی، چې د دوی او پاکستاني چارواکو له مذاکراتو وروسته تورخم دروازه په محدود ډول پرانيستل شوې ده.
کابل تېره اونۍ د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف او د پوځي استخباراتو آی ایس آی د رییس د سفر کوربه و.
پاکستاني پلاوي د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال او امنیتي چارواکو سره لیدلي وو.
د دغه سفر موخه طالب لوري پر اقتصادي مسایلو خبرې ښودلې وې، خو پاکستان ویلي چې طالب مشرانو د پاکستاني طالبانو خلاف عملیاتو کې د مرستې ډاډ ورکړی.
د پاکستاني پلاوي له سفر سره هم مهاله، طالب چارواکو ویلي وو چې د زیارت پر ورځ به د تورخم دروازه بیرته پرانیزي.
د طالبانو له لوري د یادې دروازې له پرانیستلو څو ساعته وروسته پاکستان دغه دروازه وتړله. د طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې په وروستیو کې خرابی شوي، چې دواړه لوري یو بل پکې ګرموي