IQNA

د لندن مشهور میوزیم د روژې دمبارکې میاشتې د کنفرانس کوربه دی

6:12 - February 26, 2023
د خبر لمبر: 3486952
ایکنا-(تهران)د لندن د ویکټوریا او آلبرټ میوزیم د روژې د مبارکې میاشتې په مناسبت د یوه سمینار کوربه دی.

ایکناد Event Brite له قوله راپور راکړ، دغه سیمنار د(Welcome Ramadan Conference) روژې دمبارکې میاشتې دهرکلی په نامې سره ترسره کیږي.

دغه کنفرانس د (Ramadan Tent Project) د پروژې یوه برخه ده.د روژې د خیمې پروژه چې د لومړي ځل لپاره په لندن کې پیل شوې ده،په ۲۰۱۱کال کې په داسې حال کې چې د   لندن د ختیخي او افریقائي مطالعوتاتو د پوهنځي (ایس او اې ایس) یو شمیر محصیلینو د پوهنتون په باغ کې یوه وړوکي خیمه ولګوله  او لارویانوته ئې بلنه ورکړه څو د روژماتي لپاره له دوي سره یو ځاي شي،نړیواله توجه ئې ځان ته جلب کړه.

ددغه کنفرانس دجوړونکو په پیغام کې راغلی دي ،مونږ لیواله یوو چې عالمان،فعالان،ټولنیز تنظیمونه، خیریه موسیسې  او عام خلک سره غونډ کړو اوپه یوه ګردي میز کې د مسلمانانو لپاره د روژې دمبارکې میاشتې پر اهمیّت په تمرکز سره  ددغې برکتناکې او لوئې میاشتې جشن جوړ کړو.

دمګړئ دغه پروژه په لندن،مانچسټر،پيلیموت،نډولا،ټورنټو،پورتلینډ او استانبول کې فعاله ده  او په یوه غیر رسمي اورګان بدله شوې ده  او نیّت لري ،په راتونکي کې خپل فعالیتونه نوره هم پراخ کړي.

ټاکل شوې ده ،دروژې دهرکلي کنفرانس د مارچ په پنځمې نیټې ترسره شي.

https://iqna.ir/fa/news/4124268/%D

captcha