ایکنا د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر سید ابراهیم رئیسي د ایټمي انرژیو د نړیوال آژانس له سرمنشي رافائل ګروسي سره په کتنه کې له اژانس سره د ایران پراخو همکاریو ته په اشارې سره، تهران ته د دې سازمان د چارواکو تګ او راتګ د ملګرتیا لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت د پیاوړی هود ښودونکی وباله.
رئیسي په صنعتي، کړهنېز او طبي چارو کې د خلګو د هوساینې لپاره د ایټمي پوهې د کارولو په هکله د ضروریتونو په بیانولو سره، وویل: ځینې هیوادونه چي په سر کې یې امریکا او صهیونیست رژیم دی، په داسي حال کې د ایران په خلګو باندې د فشار د زیاتولو لپاره له ایټمي مسالې څخه د پلمې په توګه کار اخلي چي د اسرائیل رژیم د ایټمي انرژیو د نړیوال اژانس غړیتوب نه مني او د هغه په قوانینو عمل نه کوي.
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر په دې باندې په ټینګار سره چي امریکا لومړی له ایټمي موافقې څخه ووتله، وویل: اروپایانو هم د برجام ایټمي موافقې په چوکاټ کې په خپلو ژمنو عمل نه دي کړي په داسي حال کې چي ایران په خپلو ژمنو پاته شوی او دا مساله د ایټمي انرژیو د نړیوال اژانس په راپورونو کې ۱۵ ځلي تائید شوی هم دی.
رئیسي د ایټمي انرژیو له نړیوال اژانس سره، د ایران بشپړه همکاریو ته په اشارې سره، ټینګار وکړ: تمه کیږي چي په دې زمینه کې د ایټمي انرژیو د نړیوال اژانس لیدلوری مسلکي وي، سیاسي زبرځواک هیوادونه خپلې موخي لري، دا مساله باید د ایټمي انرژیو د نړیوال اژانس په فعالیتونو باندې اثر نه وکړي.
د ایټمي انرژیو د نړیوال اژانس سرمنشي رافائل ګروسي هم ایران سره ملګرتیا مثبته او له ایراني چارواکو سره خبرې اترې د اړیکو د پیاوړتیا لپاره اړینه وباله.