ایکنا-(تهران)د ولایت او امامت د آسمان د دولسم ځلانده ستوری او د بشریّت د ژغورونکي حضرت امام مهدی عجل الله تعالی فرجه الشرف د نیکمرغه زوکړې دکلیزې یا نیمه شعبان په مناسبت له پرون راهسې په درستې نړۍ په تیره بیا په درست ایران کې د اهل بیت علیهم السلام مینه د والو جشنونه هماغه راز دوام لري.

د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی(ص)د یو پآک لمسي او د ولایت او امامت د آسمان ددولسم ځلانده ستوري او د بشریّت ژغورنکي حضرت امام مهدي عجل الله تعالی فرجه الشریف په داسې وخت کې نړۍ ته سترګې رڼې کړي چې ظالمانو د هغه د وژلې لپاره ټول تدبیرونه غوره کړي وو،دخدای خوښه څه بل څه وه او هغه بزرګوار تر نن پورې ژوندی دی او ان شاالله په راتلوسره به له ظلم او کړاؤ او تورتمه درست بشریّت او نړۍ ژغوري .
د ایکنا خبری آژانس درست کارکونکي په دې مناسبت درستو آزادي غواړو او عدالت غواړو ته په تیره بیا تاسو خوږو مینه والو ته دزړه له کومې مبارکي وائي.






