IQNA

په ایران کې د زده کوونکو په مسمومیت کې ځيني لاس لرونکی کسان نیول شوي

9:51 - March 08, 2023
د خبر لمبر: 3487006
ایکنا-(تهران) د ایران د استخباراتو د وزارت له اعلامیې سره سم، په خوزستان، لوېدیځ اذربایجان، فارس، کرمانشاه، خراسان او البرز ولایتونو کې هغه څلور کسیزه ډله نیول شوي چي په زده کوونکو په میځ کې ئې ځينی کیمیاوي موادپاښلی وو.

ایکنا د پارس ټوډې له قوله راپور راکړد ایران داسلامی جمهوریت داطلاعاتو وزارت د یوې اعلامیې په صادرولو سره، ویلي چي په ۶ ولایتونو کې د زده کوونکو په مسمومیت کې ښکېل کسان د څارګرو ادارو له لورې پېژندل شوي او نیول شوي دي.

په تېرو ورځو کې د اسلامي ایران په یو شمېر ولایتونو کې په ښوونځیو کې په زده کوونکو باندې زهرجن ګېسونه کارول شوي چي د امله یې ګڼ شمېر زده کوونکي مسموم شوي دي.

دغه پېښه نن سبا په ایران کې د عامه افکارو د ژورې اندېښنې لامل ګرځېدلې ده.

وړمه ورځ هم د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله سید علی خامنه ای هم دغه موضوع د معصومو ماشومانو په حق کې ستر جنایت وباله او د کورنیو اندېښنو ته په اشارې سره، د څارګرو اداراتو د جدي پلټنو غوښتونکي شو.

د ایران د استخباراتو د وزارت له اعلامیې سره سم، په خوزستان، لوېدیځ اذربایجان، فارس، کرمانشاه، خراسان او البرز ولایتونو کې هغه څلور کسیزه ډله نیول شوي چي په زده کوونکو باندې په کیمیاوي موادو سره برید کړي وه.

د دې ډلې درې کسانو له دې مخکې په بلواو کې هم رول لوبولي وه او د ایران د دښمنو رسنیو سره یې اړیکې درلودلې دي.

https://parstoday.ir/ps/news/iran-i129152

captcha