IQNA

مولوي عبدالکبیر میرمنو ته د دوی دنړیوالې ورځې په مناسبت مبارکي ووئيله

7:00 - March 09, 2023
د خبر لمبر: 3487011
ایکنا-(تهران) دافغانستان دطالبانو د ریس الوزرا سیاسی مرستیال مولوی عبدالکبیرپه ډاګه کړې،د دوی دولت په زوره د کونډوپه نکاح کول ، په بدیو کې د ښځو ورکول او دوی ته د ناکړې ګناه سزا ورکول او دې ته ورته ناروا او پر ښځو کېدونکي ظلمونه په کلکه منع کړي دي.

ایکناد پارس  ټوډې له قوله راپور راکړ،دافغانستان د طالبانو د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت دخپل هیواد میرمنو ته  مبارکي ویلې ده.

نوموړي په یوه پيغام کې ادعا کړې، چې د دوی دولت د اسلامي احکامو او ارشاداتو په رڼا کې ښځو ته ځانګړي حقونه او درنښت ورکړی دی.

نوموړي تور پورې کړی، چې پرزول شوي جمهوري نظام په تشو شعارونو او بې ځایه ژمنو ښځې غولولې او  آوزاري  استفاده یې ورڅخه کوله.

د دغه طالب واکمن د ادعا له مخې، د دوی دولت  په زوره د کونډوپه نکاح کول ، په بدیو کې د ښځو ورکول او دوی ته د ناکړې ګناه سزا ورکول او دې ته ورته ناروا او پر ښځو کېدونکي ظلمونه په کلکه منع کړي دي.

د طالبانو منتقدین بیا دوی د ښځو تر ټولو لوی دښمنان بولي او وایي افغان ښځې په وروستیو لسیزو کې د طالبانو هومره سخت دښمنان هیڅکله نه دي لرلي

https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i129182

/////////////////////////////////////

captcha