ایکناخبری آژانس د الجزیره له قوله راپور راکړ، نیویارک ټایمز ورځپانې په یوې مقالې کې ټينګار کړی دی چې په هندوستان کې د نریندرا مودي افراطي حکومت یو ځل بیا په کشمیر سیمې کې په جمو کې هندوملیشه اي ډلې په وسلو سنبال کړي دي.
دغې ورځپاڼې لیکلي دي ، دحکومت استدلال د وسلوالو حملو سره په مخامخیدا کې د د ځينوغیر پوځي هندیانو راتلل دي او په عین حال کې د لښکر طیبه په نامې سره ډله له پاکستانه په ملاتړ او دهر ډول وسلو په ترلاسه ولو تورنوي.
داپه داسې حال کې دي چې پاکستان اعلان کړی دی ،له ۲۰۰۲کال څخه ئې ددغې افراطي ډلې فعالیتونه ممنوع کړي دي او اوس له دوي سره مبارزه کوي.
ددغې ورځپاڼې د لیکنې په اساس، هندي افراطي حکومت په ۱۹۹۰لسیزې کې دلومړي ځل لپاره په جمو کې د وسلوالو ملیشه جوړولو ته مخه کړې چې د کلو ددفاع کمیټیو نامه ئې ورړې ده او په لسګونو زره وګړي لري.
ځاي ګوندونه دغیرپوځي کسانو د ملیشیه ؤ په وسلو سنبالول خطرناکه چاره ګڼي او ورباندې سختې نیوکې کوي او وائي همدغه ډلې ټپلې دي چې ځیني جنایتونه او خلاف اقدامات ترسره کوي.پولیسو هم ددغو وسلوالو ملیشه ای ډلو ټپلو دجوړیدا له وخت راهسې د وژلو تیریو او بداخلاقیو اوغلاګانو په سلګونو موردونه ثبت کړي دي. البته نیویارک ټایمز لیکلي دي ، دغه ملیشه اي ډلې ټپلې دسیمې د پولیسو په اختیار کې دي او یو ریټایرډ پوځي افسر ئې قومانداني کوي او د هر یوه میاشتني حقوق همه کابو پنځوس ډالرو په معادل سره دي .
https://iqna.ir/fa/news/4127244