IQNA

د مسلمانانو په ضد د نفرت د خورونې د ختمیدا لپاره کوټلي اقدامات لازم دي

7:17 - March 12, 2023
د خبر لمبر: 3487024
ایکنا-(تهران) د ملګروملتو سرمنشي آنتونیو ګوتریش له اسلامه دویرونې له پروسې سره د مبارزې د نړیوالې ورځې په مناسبت پخپل پیغام کې، د مسلمانانو په ضد د کرکې اونفرت خورونې د ختمیدا غوښتنه کړې.

ایکنا د العربی الجدید ویب سایټ له قوله راپور راکړ، د ملګروملتو  سرمنشي انتونیو ګوتریش له اسلامه د ویرونې له پروسې سره د مبارزې د نړیوالې ورځې په مناسبت پخپل پیغام کې د مسلمانانو په ضد دنفرت او کرکې  دخورونې د ختمیدا غوښته کړې ده.

د ملګروملتو سرمنشي  په دغه پیغام کې ټينګار کړی دی، کابو دوه میلیارډ مسلمانان په دغې کرې کې ژوند کوي  او  په هر نسل او ډول سره  ګډ ژوند کول حیرانونکي دي،مینه او ورورولي او ګډ سوله ایز ژوند د انسانیّت نښې دي .په عین حال کې  زیاتره مسلمانان  د تعصب ښکار شوي دی  چې  له فرقه وي مسئلو پرته بل دلیل نه لري.

ګوتریش دې ته په اشارې سره چې  هغه توپير چې  مسلمانې میرمنې د جنسیّت،توکم او عقیدې په دلیل  وسره مخ دي ،له اسلامه د ویرونې یو تر ټولو بد پیغام  لری، ووئيل،  دغه نفرت د مسلمانانو او ځينو مسیحي لږکیو پشمول دتاوان موندونکو ټولنو په ضد د هدایت شوو تاؤتریوالو،نیو نازی ایزم ،توکمپالنې  ائيډیالوژۍ،قومي اوملی پالنې د احیا زیاتیدونکي برخې دي،چې باید مخه ئې ونیول شي.

د ملګروملتو سرمنشي  دخپل پیغام په یوې بلې برخې کې  له هغې فرقه پالنې اونفرت سره دمبارزې غوښتنه وکړه چې په سوشل میډیا کې په زیاتیدونکي بنه ئې  پراختیا موندلې ده.

https://iqna.ir/fa/news/4127500/%D8%A

captcha