ایکنا د پارس ټو ډې له وقله راپور راکړ،په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) خبرداری ورکړی چې له پاکستانه د افغان کډوالو له ستنېدو وروسته په افغانستان کې د پولیو د خپرېدو خطر زیات شوی دی.
په افغانستان کې د یونیسف د پولیو د له منځه وړلو د پروګرام د اړیکو څانګې مشر«کمال شاه» وویل: په افغانستان کې د پولیو ویروس د خپرېدو خطر د هغه کډوالو له لوري دی چې له پاکستان څخه دغه افغانستان ته ستنېږی."
هغه زیاته کړه: له پاکستان څخه د ننوتو په پوله کې ټیمونو ته دنده ورکړل شوې چې افغان کډوال واکسین کړي.
د راپورونو له مخې، سږ کال په افغانستان کې د پولیو کومه مثبته پېښه نه ده ثبت شوې، خو په ۲۰۲۲ کال کې د افغانستان په ګاونډ پاکستان کې د پولیو ۲۰ مثبتې پېښې ثبت شوې وې، چې ټولې یې په خیبر پښتونخوا ایالت کې وې، چې تر ټولو ډېر افغان کډوال هلته ميشت دي. د پولیو ویروس تر ډېره د ککړو خوړو او اوبو له لارې نورو ته خپریږي.