IQNA

د ایران او د عربستان موافقه د مسلمانانو د پیوستون سبب ګرځي

12:02 - March 19, 2023
د خبر لمبر: 3487059
ایکنا-(تهران) د اسلامی سولې د نړیوالې ټولنې مشرداؤد عامری په سیمه کښې د امریکا ځوړتیا ته په اشارې سره وویل واشنګټن په سیمه کښې خپل جذابیت له لاسه ورکړی دی او په ډیرو زمینو کښې بریالۍ نه ده او نه ده توانیدلي چې خپل پلانونه پلي کړي او دغه چاره د بیلابیلو هیوادونو ترمینځ د شک او ابهام سبب شوي ده.

ایکنا د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د اسلامي سولې د نړیوالې ټولنې مشر داود عامري وویل د ایران او د عربستان د ډيپلوماټیکو اړیکو له سره پیلیدل به د ګاونډیو هیوادونو ترمینځ د پیوستون سبب شي او دغه چاره د سیمې لپاره ډیر ارزښتونه لري.

هغه د چین په مینځګړیتوب سره د ایران او د عربستان د اړیکو د احیا په هکله وویل د ایران د اسلامي جمهوریت سیاستونه تل د اسلامي هیوادونو د پیوستون پراساس دي او تهران هڅه کړي ده چې په دې حوزه کښې خپل دریځونه وساتي.

هغه ډاګینه کړه د سیمې هیوادونه د دې لپاره چې د پراختیا ، هوساینې او د عمومي امنیت سویې ته ورسیږي د پایداره ګډ امنیت جوړښت ته ضرورت لري او داسې ښکاري چې د ایران او د عربسبتان موافقه د دغه موضوع زمینه جوړونکي ووسي او د سیمې د خلکو لپاره ډيرې کلتوري ، ټولنیزې ، سیاسي او اقتصادي ګټې ولري.

هغه دغه راز په سیمه کښې د امریکا ځوړتیا ته په اشارې سره وویل واشنګټن په سیمه کښې خپل جذابیت له لاسه ورکړی دی او په ډیرو زمینو کښې بریالۍ نه ده او نه ده توانیدلي چې خپل پلانونه پلي کړي او دغه چار د بیلابیلو هیوادونو ترمینځ د شک او ابهام سبب شوي ده.

https://parstoday.ir/ps/news/iran-i129748

captcha