IQNA

په پاکستان او افغانستان کې د زلزلې له امله لسګونوکسانو ته مرګ ژوبلې اوښتي دي

13:57 - March 22, 2023
د خبر لمبر: 3487074
ایکنا-(تهران) د پاکستان او افغانستان د زیاترو سیمو  خلکو د زلزلې  له امله د تاوانونو له ویرې  له کورونو وتلي  او ترساعتونو پورې له کورونو بهر سړکونو او پارکونو کې پآتې شول.

ایکنا د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د پاکستان د پنجاب،خیبرپښتونخوا او د بلوچستان صوبو په شمول د هیواد په ډیرو ښارونو او سیمو او دغه راز په اسلام اباد ګلګت  بلتستان وغیره کښې شپږ اعشاریه اته ریشټره سخته زلزله راغلي ده چې له کبله یې تراوسه په خیبر پښتونخوا صوبې کښې ۱۰کسان وژل شوي او یوسل دیرش نور ژوبل شوي هم دي.دپاکستان لومړی وزیر شهباز شریف هم د زلزلې له سختوالی د اندیښنې په څرګندولو سره دناڅاپی پیښود مدیریت د اورګانونو د چمتووالی او بیړنۍ وضعیت د اعلان غوښتنه کړی ده .

د پاکستان اکثره خلک د زلزلې  له کبله له کورونو تښتیدلي او څو ساعته یې بهر تیر کړي ديله بلې خوا د افغانستان  تر اوو په ډیرو ولایتونو کې زلزلې مرګ ژوبلې او تاوانونه اړولي دي .

 د افغانستان په کابل، بدخشان،تخار،پکتیکا، لغمان، بغلان، سمنګان او خوست کې د لومړنیو معلوماتو پر اساس تر پنځوس زیات کسان مړه  او ټپیان، ۶۳ کورونه بشپړ یا نیمه ویجاړ شوي او یو شمېر څاروي هم له منځه تللي دي. دغه زلزله په هندوستان ، افغانستان ، ترکمنستان ، ، د هند تر کنټرول لانډې کشمیر، قزاقستان، تاجیکستان ، ازبکستان، چین او قیرغیزستان کښې هم راغلي ده.

https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i129896

captcha