IQNA

ښاغلیه ماکرونه! د فرانسې د ملت د ارادې احترام وکړه

6:50 - March 28, 2023
د خبر لمبر: 3487103
ایکنا-(تهران)د ایران د محصیلیینو بسیجي ټولنو شورا په یوې اعلامیې کې د فرانسې  ولسمشر آمانوئل ماکرون ته په خطاب کې روښانه کړې ده،هغه څه چې نورو ته ئې سپارښتنه کوې،د خپل ملت لپاره ولې پرې سترګې پټوې  دخپل ملت د ارادې  احترام  او ورڅخه ملاتړ وکړه.

ایکنا د پارس ټو ډې له قوله راپور راکړ،فرانسې په دا وروستیو  میاشتو کې د متقاعد کیدا  د قانون د اصلاحاتو د ترسره کولو لپاره  د دغه هیواد د ولسمشر امانویل ماکرون د سرزورۍ په  دلیل  له عمومي مظاهرو سره  مخامخ ده .

ایرناخبری آژانس راپور ورکړ،د ایران د محصیلینو د بسیجي ټولنو شورا د اعلامیې په متن کې راغلي دي،د آسیا،افریقا اولاتینې امریکا په مختلفو هیوادونو کې د بحرانونو په پیاوړتیا کې د فرانسې د حکومت  دومدارو لاسوهنو  ته په پام سره  اوس  چې فرانسه  له همدغه شان  یوه  بحران سره لاس او ګریوان شوې، لازمه ده ددغه هیواد ولسمشر  له خپل ولس سره هغه څه  وکړي ، چې نورو ته ئې سپارښتنې کوي. هماغه شان  چې  په نورو هیوادونو کې د خلکو د مظاهرو په اړه فکر لرئ ، چې خلک  انقلاب راولي ، نو اوس هم تمه همداده چې  پخپل هیواد کې  د پيښو له ښکلا خوند واخلئ  نه دا چې  د خپل هیواد ولس ته ووائۍ چې  غونډې او اعتراضونه قانوني چاره نه ده  او  هیڅوک  د دخلکو د استازو په ضد د بلوا او اعتراض حق نه لري. د فرانسې خلک یوازې  اقتصادي روڼتیا غواړي واقعا  اقتصادي مشکل لري ، نو  تاسو ولې سرزوري کوئ  او دخلکو چغې ځپئ  او ورته غوږ نه  ږدئ .پر دوي ډزې  مه کوئ ،په بوږنونکي ډول ئې مه ځپئ  او ورسره خبرې وکړئ  دوی  سره وسله نشته  چې په زغرګاډو سره ورباندې حملې کوئ. دوي بهرني ملاتړي نه لري حتما ئې چغه واورئ  او له خپل ولسه شرم وکړئ.

https://parstoday.ir/ps/news/iran-i130210

captcha