IQNA

شیعه او سني ځوانان د افغانستان په امامزاده یحیی (ع) زیارت کې د قرآن کریم تلاوت کوي

10:25 - March 30, 2023
د خبر لمبر: 3487112
ایکنا-(تهران)د روژې د مبارکې میاشتې په مناسبت دافغانستان د سرپل ولایت د سلګونو شیعه او سنی ځوانانو په ګډون سره د قرآن عظیم الشان د ختم مراسم په  امامزاده یحیی (ع) په زیارت کښې ترسره کیږی.

ایکنا د افغان غږ خبری آژانس له قوله راپور راکړ،د افغانستان په سرپل کې د امامزاده یحیی (ع) بن زید شهید د حرم د سرپرستۍ استازی سید علی عالم زاده وایی چې د روژې په مبارکه میاشت کې هره ورځ یوه جز د قرآن کریم تلاوت  کیږي.

د هغه په وينا، دا مراسم يوازې د وروڼو لپاره دي،چې شمېر يې څو سوو تنو ته رسېږي او شيعه او سني ځوانان په ګډه د خداى ج آياتونه تلاؤتوي.

هغه زیاته کړه؛ دطالبانو د موقته حکومت د اړوندې سیمې امنیتي ځواکونه هم د دغه قرآن کریم د تلاوت د مراسمو د امنیت په تامین کې مهم رول لوبوي، چې د پروګرام له پیل څخه د زیارت شاوخوا تلاشي کوي.

په ورته وخت کې د سرپل بلوڅ کلي یو تن اوسېدونکی عبدالله هم د دغو قرآني پروګرامونو ترسره کېدل د قرآن او عترت د کلتور د ودې لپاره بولي او وايي چې دا ډول پروګرامونه د سرپل ښار په معنوي او کلتوري فضا کې ګټورې اغېزې لري.

دا په داسې حال کې ده چې د سرپل ولایت خلک د افغانستان په تاریخ کې فرهنګپال،انقلابي او علمي او نظامي مجاهدین پاتې شوي دي. له بلې خوا په دې ښار کې د امامزاده ګانو ځينې مقدس او لرغوني ځايونه هم شته چې د ګاونډيو ولايتونو د خلکو پام يې ځان ته اړولى دى.

https://www.avapress.com/ps/news/267568/%D

captcha