IQNA

د قدس ورځ پر صهیونیسټي جنایتونو د مسلمانانو د اعتراض د چغې ورځ ده

6:46 - April 12, 2023
د خبر لمبر: 3487173
ایکنا-(تهران) د افغانستان د شیعه عالمانو د شورا مشر د قدس د نړیوالې ورځې رانزدیکیدا ته په اشارې سره ووئيل، په دغې لوئې ورځې باید د نړۍ مسلمانان د صهیونیسټي رژيم په وړاندې د خپل اعتراض چغه پورته کړي او قدس او اقصی جومات باید داسلامی نړۍ د وحدت او یووالي چورلیز شي.

ایکنا د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د افغانستان د شیعه عالمانو د شورا مشر،د وحشي صهیونیسټي رژيم  په وړاندې د اسلامی نړۍ د کلکې دریدا په ضرورت په ټینګار سره ووئيل،د قدس ورځ د جنایتکار صهیونیسټي رژيم په جنایتونو او تیریو باندې د مسلمانانو د اعتراض د چغې پورته کولو  ورځ ده .

  آیت الله صالحي مدرس  په کابل کې په خصوصي خبرو کې  د قدس د نړیوالې ورځې د اهمیّت په باب ټینګار وکړ، د نړۍ درست مسلمانان باید  متوجه ووسي ، د اسرائيلو جنایتکار رژيم  په نیواکي ټاټوبو کې  وحشي ډوله جنایتونه کوي  او د نړۍ مسلمانان باید قیام وکړي ،  او الاقصی جوما ددغه بې شرمه او وحشي رژيم له سپيرو منګولو  آزاد کړي.

د افغانستان د شیعه عالمانو د شورا مشرهمداراز د قدس دنړیوالې ورځې رانزدیکیدا ته په اشارې سره ووئيل، په دغې لوئې ورځې باید دنړۍ مسلمانان د صهیونیسټي رژيم په وړاندې د خپل اعتراض چغه پورته کړي او قدس او اقصی جومات  باید داسلامی نړۍ د وحدت او یووالي چورلیز شي.

https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i131082

captcha