IQNA

اسلامي ایران آئیډیل غوښتنې ، هیلې او عقلانیت ته ضرورت لري

10:40 - April 19, 2023
د خبر لمبر: 3487217
ایکنا-(تهران) د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي وویل: د دښمن د غوښتنې په اپوټه د محصیلینو ټولنه باید د ایران د ټولنې په ذهن او واقعیت کښې بدلون رامینځته کول او بیا د نړۍ په ذهن او واقعیت کښې د بدلون رامینځته کول په خپلو هڅو او اوږدمهاله افق کښې ورولي.

ایکنا د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،داسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي پرون مازیګر د ایران د محصیلیونو د ټولنو له څه د پاسه زرو غړیو او بیلابیلو محصیلینو او فعالانو سره په کتنه کښې محصیلین او د محصیلینو فعالیتونه او غوښتنې د هیواد لپاره یو فرصت او ارزښت وباله او د محصلیینو د ټولګو او د محصیلینو د معرفتي بیخ بنایانو د بنسټ د پیاوړتیا پرضرورت باندې بیا ټینګار سره عدالت د معرفت بنسټ وباله او ویې ویل د عدالت مهم مصداق د نابرابرۍ ختمول دي.

د مشر تابه ستر مقام د معرفت د یوه بل بنسټ په توګه د ازادۍ په هکله وویل د اسلام په نظر کښې له مادي غوښتنو او چوکاټ څخه خلاصون د ازادۍ د مقولې تر ټولو مهمه برخه ده چې له قدرتونو ، دیکتاتورانو او نورو محددویتونو او ارتجاع ، عصبیت ، تحجر او جمود څخه د ازادۍ او د لوړتیا او د پرمختګ لپاره لاره هواروي.

حضرت ایت الله خامنه اي د خپلې وینا په دوام کښې له هغو کسانو سره چې د محصیلینو فعالیتونو ته ګواښ کوي د مخالفت په څرګندولو سره ټینګار وکړ زما پریکنده او  حتمي نظر دا دی چې محصیلین ، د هغوې فعالیتونه او غوښتنې ، د هیواد د مسائیلو په هکله د خپلو مسوولیتونو احساس، ، د مشکلاتو د ختمولو لپاره انګیزه او شوق او په سیاسي دستورو او مناسباتو او ټولنیزو پیښو کښې د هغوې له ولولې ډک شتون یو فرصت او ارزښت دی.

د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي په ایران او د محصیلینو په ټولنه کښې د دوو قطبونو رامینځته کول، غیر حقیقي کتنه او له علمي او عملي حل لارو وړاندې کولو پرته غوښتنې د محصیلینو د فعالیتونو له افتونو وبلل او ویې ویل بیړه، کتل ، او په منفي ټکو باندې تمرکز او روښانه ټکو ته بې پامۍ کول، تند خوې ، په ملي مشکلاتو باندې د ځایې مشکلاتو بدلول ، د ځان د مطرح کولو لپاره فعالیت او په اینټرنیټ کښې غرق کیدل د محصیلینو د فعالیتونو نور افتونه وبلل.

حضرت ایت الله خامنه اي د ځان او د خپلو وسونو په هکله د ایران د ملت د بدبینه کولو لپاره د دښمن سټراټيژۍ ته په اشارې سره وویل اینټرنیټ یعني مجازي فضا په هر حال یو واقعیت  دی خو ځینې انیټرنیټي فضا د طوفان په شان خبرونه ، مطلبونه او شننې مني په داسې حال کښې چې باید هڅه وکړو په اینټرنیټ  او ټولنیزو سایټونو کښې سم او رښتیا خبرونه او شننې خپرې شي.

هغه حضرت د منحرفو انسانانو په لاس د منفي بدلون د رامینځته کولو امکان ته په اشارې سره ځوانانو ته په صراط مستیقم یعني نیغ په نیغه لاره کښې د حرکت کولو او په ځانونو کښې د ارادي ، د عقلي د علمي او د دیني بنسټونو د پیاوړي کولو سپارښتنه وکړه او ویې ویل هرڅوک چې په دغو چارو کښې د ځان د  جوړولو زیاته هڅه وکړي نو سبا به د ډیر اغیز شیندلو امکان ولري.

https://parstoday.ir/ps/news/iran-i131514

captcha