IQNA

د قرآن کریم قاریان له قرائت مخکې باید د قرائت علم زده کړي

7:29 - April 24, 2023
د خبر لمبر: 3487232
ایکنا-(تهران) د مصر د ریډیو او ټيلیویژن مشهور قاري شیخ محمود عبدالباسط سپارښتنه کړې ده،چې قاریان دې په زړه پورې غږ څخه د برخمنیدا ترڅنګ  د قرآن کریم له قرائت سره اړونده پوهه په ښه ډول زده کړي.

ایکنا د بوابه فیتو له قوله راپور راکړ، د مضر د ریډیو او ټيلیویژن  مشهور قاري شیخ محمود عبدالباسط  په یولړ څرګندونو کې ووئيل،  ځان ته او خپلو قاریانو وروڼو ته سپارښته کوم چې  له عمل مخکې باید علم زده شي.

هغه زیاته کړې ده ،په زړه پورې آواز یو لوي نعمت دی  او هڅه وکړئ چې د قرآن کریم په تلاؤت کې بې ساري ووسئ. شیخ محمود عبدالباسط  ددې خبرې په کولو سره چې په مصر کې د قرآن کریم د قرائت وضعیّت تر هغه مهال چې دین ته مخلص اوعالم  کسان پکې موجود وي، ښه ده او ښه به وي، قاریانو ته سپارښتنې وکړې او وې وئيل ځان ته او خپلو قاریانو وروڼو ته سپارښتنه کوم  دکارونو له ترسره کولو مخکې باید پوهه ئې زده کړو.

 دمصر دغه قاري د هغو شخصیّتونو په باب چې پخپل کار کې ئې  دهغوي اغیزې منلي دي ،ووئيل،  زه د خپل پلار له عمله اغیزمن شوی یم او له هغه مو سرښیندنه اوخیرغوښتنه زده کړې ده، او هغه مو یاد کړې،له هغه څه چې زما پروردګار پر ما لورائیلې  ده ، خلکو ته ګټه ورسوم .

 هغه په دوام کې ووئيل، همداراز  له خپل استاد شیخ عبدالجواد عطیه هم ډير اغیزمن شوی یم او ورڅخه مو ډير څه زده کړي او  له هغه مو ،له قرآن سره عشق له دغه الهي کتاب سره تر تعصب حده مینه  مو زده کړې ده او دا چې له خدایه وویریږم  او  له  دې مخکې چې نور قرآن کریم باندې عمل کولو ته وبولم پخپله  ئې  عامل شم.

https://iqna.ir/fa/news/4136057/%

captcha