IQNA

د تیونس د کتاب په نړیوال نندارتون کې نندارچیانو ته قرآن ډالۍ کیږي

6:58 - April 29, 2023
د خبر لمبر: 3487252
ایکنا-(تهران)د عربستان د اسلامی چارو او ارشاد وزارت د تیونس کتاب په اوه دیرشم نړیوال نندارتون کې په شتون سره ددغه نندارتون لیدونکو اوکتونکو ته قرآن ډالۍ کوي.

ایکناخبری آژانس راپور راکړ، دغه نړیوال نندارتون پرون جمعې ورځې دتیونس د میراث د ساتنې او د کلتور وزارت په همت سره  او د دغه هیواد د و لسمشر قیس بن سعید په شتون سره افتتاح شو او تر لسو ورځو پورې به دوام ولری.

په دغه نندارتون کې له ۲۲هیوادونو څخه ۳۲۳مرکزونه  او موسیسې شتون لري او څه دپاسه پنځه لکه کتابونه ئې نندارې ته وړاندې کړي دي.

د عربستان د اسلامی چارو،تبلیغ او ارشاد وزیر د تیونس د کتاب په  دغه نړیوال نندارتون کې په شتون سره  خپل محصولات وړاندې کړي چې پکې د مدینې د ملک فهد د چاپ د ټولګې منشورات او د قرآن کریم ترجمه شامله ده.

د قرآن کریم ۷۷ترجمې ،قرآن بریل ،د التفسیر  لامیسر  آسان تفسیر او د حج اوعمرې   تهري ډي  مجازي اپلیکیشن دعربستان په سټال کې  نور وړاندې شوي آثار دي او په دغه سټال کې  په شتون سره لیدونکي د مجازی واقعیّت (شبیه سازي او  وي آر ) له لارې د مسجد لنبی زیارت کولی شي.

همداراز دغه سټال  په مختلفو اندازو کې او د قرآن کریم د ترجمې په زرګونو نسخې د تیونس د کتاب لیدونکو ته ډالۍ کوي.

https://iqna.ir/fa/news/4137058/%D8%A7%D9

captcha