ایکناخبری آژانس راپو راکړ، د ایران د خیریه چارو او د اوقافو د ادارې د قرآني چارو مسئولانو له داخلی مخاطبانو سره د ایران د لوئې جایزې په عنوان سره د قرآن د سیالیو د ترسره کیدا خبر ورکړی دی.
دغه سیالۍ د اوقافو ا د خیریه چارود ادارې د مشرۍ په فرمان سره ټولنې ته په کم عمرونو کې د هغو اتلانو د معرفی کولو لپاره د غوره شخصیّتونو او وړتیاؤ د پيژندلو لپاره چې د کوڅې ،ټولنې او ښونځي پهسویه اغیزشیندونکي کیدلی شي، پلان شوي دي.
د ایران د سږکال سترې جایزې قرآني سیالۍ به له ۱۵تر ۲۲ کلونو پورې عمرلرونکو ځوانانو اوزلمیانو ترمینځ ترسره شي.د ایران د خیریه چارو او اوقافو د ادارې د قرآني چارو د څآنګې مسئولانو ددغوو سیالیو په باب لازیات اطلاعات نه دي خپره کړي.
یادونه کیي، چې د ولسوالیو له مرحلې د خیریه چارو او اوقافو د ادارې د قرآن سیالۍ له اتلسو کلونو زیات عمرلرونکو پنځه څلویښت مرحلې ترسره شوي دي او د اتلس کلونو کم عمره کسانو سیالۍ هم د غوټیو په عنوان سره ددغې ادارې لپاره په څو مخکې کلونو کې ترسره کیدې،خو له څو کلونو راهسې ددغو سیالیو اجرا د ښونې او زده کړې وزارت ته منتقلې شوي دي.