IQNA

د ایران سرې میاشتې د افغانستان سیلابونو او زلزله ځپلو ته مرسته لیږلې

7:23 - May 02, 2023
د خبر لمبر: 3487273
ایکنا-(تهران) د ایران د اسلامی جمهوریت سرې میاشتې ټولنې له دې مخکې هم په کرتو دافغانستان له جنګ ځپلو او زلزله ځپلو خلکو سره دمرستې وخت په وخت سترې جوپې دغه هیواد ته لیږدولي او دغه بهیر هماغه راز دوام لري.

ایکنا د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د ایران د اسلامی جمهوریت د سرې میاشتې ټولنې اعلان وکړ چې څه دپاسه شپیته ټنه بشری مرستې په دوو پړاوونو کې د تایباد ښار د دوغارون له ځمکنی سرحد څخه د سیلابونو او زلزلو ځپلو سیمو ته ولیږدول شوې.

د ایران د اسلامی جمهوریت سرې میاشتې ټولنې له دې مخکې هم په کرتو دافغانستان له جنګ ځپلو او زلزله ځپلو خلکو سره دمرستې وخت په وخت سترې جوپې دغه هیواد ته لیږدولي او دغه بهیر هماغه راز دوام لري.

په راپور کې وئيل شوي  دي په همداوروستیو کې دافغانستان په مختلفو سیمو کې یوځل بیا ورښتونو او سیل ډير تاوانونه اړولی  اود غه راز ئې دافغانستان غم ځپلو خلکو ستونزې او مشکلات نوره هم زیات کړي دي ،په همدې خاطر د ایران د اسلامی جمهوریت د سرې میاشتې ټولنې اعلان وکړ چې څه دپاسه شپیته ټنه بشری مرستې په دوو پړاوونو کې د تایباد ښار د دوغارون له ځمکنی سرحد څخه د سیلابونو او زلزلو ځپلو سیمو ته ولیږدول شوې.

 دغه مرسته کې بوره، وریجې، کب، روغتیا کڅوړې، کمپلې او نور توکې شامل دي.

دغه توکي د سرې مياشتې ټولنې د خيريه موسسو له خوا د دوغارون له پولې څخه د افغانستان خاورې ته لیږل شوي او د افغانستان د شمال او شمال ختيځو خلکو ته ورکړل شول.

https://parstoday.ir/ps/news/iran-i132166

captcha