ایکنا د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ، ۴۴کلن خضر عدنان د فلسطین د اسلامی جهاد غورځنګ یو غړی ؤ چې د نیواکګرو په لاس پخپل سرو نیونو باندې په اعتراض کې ئې لوږ تړ کړی ؤ او په بدني وضعیّت کې په نامناسب حالت کې ؤ. ددغه فلسطيني بندی شهادت څو مهم ټکي لري. ؛اول دا چې شهید عدنان هیڅکله هم له مرګه ونه ویرید او حتی د ډيرې زیاتې بدني کمزورتیا د صهیونیسټي دښمن په وړاندې دتسلیمیدا او د هغه د لوږتړ د ماتولو سبب نه شوه. دغه فلسطیني شهید پخپل وصیّت کې لیکلی دي ؛تاسو ته په خطاب کې دغه خبرې په داسې حال کې له الرمله زندانه درلیږم چې دبدن غوښه او وازده اوبه شوي اوا هډوکي مو هم د له مینځه تلو په حال کې دي او نور مو په بدن کې هیڅ توان نه دی پاتې شوی، دغه چلند او خبرې، د صهیونیسټي دښمن په مقابل کې په نه تسلیمیدا او مقاومت دهغه او د هغه د ملګرو مبارزانو د باؤر او انګیزې ځیری دی. دوهم دا چې ! ددغه فلسطینی بندی شهادت د قدس دنیواکګر رژیم دجنایت او نسل وژنې یو څرګند مصداق دی. د دغه رژيم چارواکي د شهید خضر عدنان له خطرناک وضعیّته خبر وو، خو له یوه پلوه ئې ددرملنې اجازت نه ورکوۀ او له بل پلوه ئې اجازت نه ورکوۀ چې له خپل وکیل ، ډاکټر او یا حقوقي لورو سره تماس ټینګ کړي او د خپلې سلامتیا له وضعیّته ئې خبر کړي.بې شکه دا داسې جنایت دی چې د قدس نیواکګر وحشي رژيم ئې عامل دی او باید ددې په مقابل کې ځواب ووائي. په همدې لړ کې د فلسطین د بندیانو د رسندوئي دفتر ویندوي وئيلي دي، نیواکګر صهیونیسټان د دغو وحشي صهیونیسټانو په زندانونو کې دبندیانو په حق کې نوی جنایت کړی دی او د خضر عدنان دشهادت عامل دي.
دریم دا چې ؛د شهید خضر عدنان چلندي بیلګه او د وحشي صهیونیسټي رژيم په مقابل کې ئې نه تسلیمیدا ددغه جنایتکار دښمن په وړاندې په نهائي بریالیتوب د دوي د باؤر ښودنه کوي . د فلسطینی زندانیانو شهادت نه یوازې د دوي د په شا کیدا سبب نه کیږي،بلکې د دوي هوډ او اراده دمقاومت د دوام لپاره لازیاته پیاوړي کوي. شهید خضر عدناند فلسطینیو مبارزانو ته د خطاب پخپل وصیّت نامې کې لیکلي دي؛ نیواکګرانو چې هرڅه کولی شول کړي ئې دي او هرڅومره چې خبل ظلم او نیواکګرۍ ته دوام ورکړي، تاسو نهیلي نه شئ اوبوهه شئ چې الهی نصرت او بریالیتوب نزدې دی او د هغه د نصرت او مرستې رسونې وعده هم لانزدې ده .::
څلورم دا چې که څه هم صهیونیسټي وحشي رزیم دغه شان جنایت په پوهیدا سره کړی دی، خو دغه رژیم دغه جنایت له اړخونو او نتیجو پخپله هم خبر دی. د حماس مقاومتي غورځنګ ویندوي حازم قاسم ددې په ترڅ کې چې دغه جنایت ئې په ساړې سینې پانسي کول نومولي دی چې د شهید خضر عدنان بندي په ضد د صهیونیسټي رژيم دزندانو د ادارې په وسیله شوې دي،دغه و حشي او جنایتکار رژیم ته خبرداری ورکړ،دغه جنایت بې ځوابه نه پاتیکیږي. د فلسطین د اسلامی جهاد غورځنګ ویندوي داؤد شهاب هم نن له ایران پریس خبری اژانس سره په خصوصي خبرو کې ټينګار وکړ،د شیخ خضر عدنان به شهیدیدا سره مقاومت دوام لري او د نیواکګرو دغه جنایت ، د شیخ عدنان د لارې د دوام لپاره دفلسطینیانو هوډ لاپیاوړی کوي. له دې امله ،د خضر عدنان په شهادت پسې د اسرائيلو پوځ خپل تیارسی زیات کړی دی څو له احتمالی غبرګونونو سره مقابله وکړي.
پنځم او وروستی ټکی هم دا دی چې د خضرعدنان په شهادت سره د اسرائيلو په زندانونو کې د فلسطینیو بندیانو او صهیونیسټي وحشي پوځیانو ترمینځ تاؤتریخوالی او نښتې به لازیاتې شي. په همدې اساس هم د خضر عدنان د شهادت د خبر په اعلان پسې د عوفر زندان د فلسطینی بندیانو او صهیونیسټي زندان ساتونکو ترمینځ د تاؤتریخوالي او اخ وډب شاهد دی او دغه اقدام له دې وروسته شوی چې یوه فلسطیني بندي پر یوه صهیونیسټي پوځي افسر باندې ډیر سخت ګرَم او داغ غواړي وپاښل.