ایکنا د ایرنا له قوله راپو راکړ، د پاکستان د مشرانو جرګې مشر محمد صادق سنجراني پرون په اسلام اباد کې د ایران له سفیر سید محمد علی حسیني سره د خدآي په آمانۍ لیدنې کې ووئیل،د پاکستان پارلیمان د ایران له اسلامی جمهوریت سره د ورورولۍ او مخینه لرونکو اړیکو لپاره ډير ارزښت ورکوي او ددواړو وروڼو او اسلامی ګاونډیو هیوادونو ترمینځ دپارلیماني ملګرتیاؤ د پیاوړتیا ملاتړ کوي.
محمد علی حسیني هم په دغې کتنې کې د ایران او پاکستان د پارلیماني تعاملاتو دپراختیا لپاره دهڅونې پشمول له ایران سره د مشترکو ملګرتیاؤ، ددواړو هیوادونو د لوړپوړو چارواکو او د پارلیمانونو د پلاؤ دمتقابلو سفرونو له پیاوړتیا سره په مرستې کې د پاکستان دمشرانو جرګې درول قدرونه وکړه او له پارلیماني تعاملاتو سره داړونده ترټولو وروستیو بدلونونو په باب ئې د ایران د اسلامی جمهوریت دریځونه بیان کړل.
سید محمد علی حسیني د ۲۰۱۹کال په دسمبر کې په پاکستان کې د ایران د اسلامی جمهوریت د سفیر په توګه خپل ماموریت پیل کړ او اوس په اسلام اباد کې د محمد علی حسیني د جانشین په توګه د ایران یو بل ډيپلوماټ رضا امیري مقدت منصوب شوی دی.