ایکناد پاس ټوډې له قوله راپور راکړ، دافغانستان د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني وایي، نظام یې باید منحصر او کوچنی نشي او ټول دې په کې شریک کړای شي.
هغه چې تېره ورځ یې د دغه ټولې د مؤسس ملا محمد عمر اخوند د تلین په مناسبت جوړې شوې غوندې ته وینا کوله وویل، یواځې د ځانونو لپاره نه، بلکې د افغانستان لپاره یې مبارزه کړې.
نوموړی وایي، دا نظام باید منحصر او کوچنی نه کړو چې یوازې د یوې مدرسې کسان ځان پهکې وویني. په دې نظام کې دې ټول شریک کړای شي.
ده تر دې وړاندې د تېر کال په دلو میاشت کې په خوست کې یوې غونډې ته ویلي و چې، د قدرت انحصار د دوی په ګټه نهدی.
https://parstoday.ir/ps/news/a fghanistan-i132762