IQNA

په استانبول کې د بارباروس خیرالدین پاشا د جومات مخ کتنه (فلم)

10:35 - May 14, 2023
د خبر لمبر: 3487331
ایکنا-(تهران)د ترکیې په استانبول کې د بارباروس خیرالدین پاشا جومات له درې کلنو کارونو وروسته جوړشو او د غواي د میاشتې په ۲۲نیټه د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په شتون سره افتتاح شو.

ایکنا خبری آژانس دډيلی صباح له قوله راپور راکړ،د بارباروس خیر الدین پاشا جومات چې نامه ئې د عثماني پړاؤ د سمندری ځواک د یوه قوماندان په نامې سره کیښودل شوې ده، د استانبول په لونټ تجارتی مرکز کې واقع دی او د جمعې په ورخې له درې کلنې جوړیدا وروسته د ترکیې د ولسمشر په شتون سره ئې خپلې دروازې پر لمونځ ګوزارو پرانیستې. ددغه جومات معماري ،له سلیمانیه جومات څخه چې د یوه مشهور معمار سنان په وسیله د عثماني کلاسیک معمارۍ ترټولو مهمه بیلګه شمیرل کیږي، الهام اخستل شوی دی.ددغه جومات ودانۍ د 2020کال د جون په دریمه نیټه په یولړ دستورو کې د رجب طیب اردوغان په شتون سره پیل شوې وه. د ترکیې ولسمشر ددغه جومات په پرانیستونکو دستورو کې د جمعې لمانځه له اقامې وروسته ووئیل،د بارباروس خیرالدین پاشا عسکر ؛لوند؛( دعثماني پړاؤ دسمندري ځواک دکمانډوز) نومیدل ، په همدې دلیل دغه سیمه لونت نومول کیږی. اردوغان ددې خبرې په کولو سره چې ددغه جومات جوړیدا په یوه لنډې مودې کې پآي ته ورسیده ،زیاته کړه، ددغې پروژې لپاره 750میلیون لیرې(38.2میلیون ډالر) بیل شوي دي. دغه جومات په اوه زره مربع میټره مساحت سره په اتلس زره پنځه سوه مربع میټره پر مځکې جوړ شوی دی.دغه جومات د بویوکدره ساربیر و د یلدیز تاریخي جومات ترمینځ په سیمې کې چې د سلطان ابوالحمید دوهم په زمانې کې جوړش وی دی ترټولو لوي جومات شمیرل کیږی. دغه جومات په ۲۴میټره قطر او ۴۴میټره ارتفاع په اصلي ګنبسۍ سره په څلورو مینارو سره احاطه شوی چې دوې مینارې ئې ۷۹میټره او دوه نوره مینارې ئې هم ۹۲میټره لوړې جوړې شوي دي. د جومات داخلی برخه د ترک خوشنویس فرهات کورلو په آثارو سره چې د ابراهیم سورې ځیني آیتونه ئې په ډيرې ښکلي خوشخطۍ سره لیکلي دي او د اوبو اوسمندر د اهمیّت پهباب دي. په همدې ترتیب سره ،د مینیاتورۍ او تذهیب کارۍ آثار د مصطفی چلبي په وسیله برابر شوي دي. ددغه جومات د خدماتو د برخو او دکلتور ،ښونې د ټولنې مشر ارګین کولونک ددې خبرې په کولو سره چې بارباروس جومات دعبادت لپاره په بشپړ ډول تیار شوی دی ،ووئيل، دغه جومات د د کلاسیکو آثارو یوه داسې نمونه ده چې د بهرنیو ټوریسټو له جذبولو سره مرسته کوي.

https://iqna.ir/fa/news/4140508

captcha