IQNA

حسینی اربعین یو لوي کلتوري، ټولنیز او سیاسي خوځښت دی

13:55 - May 18, 2023
د خبر لمبر: 3487358
ایکنا-(تهران) د ایران د کورنیو چارو وزیر د عراق د داخله وزیرله سلاکار سره په کتنه کښې د حسینی اربعین دستورې نه یوازې ترټولو ستر انساني حرکت بلکې یو ستر کلتوري، اجتماعي او سیاسي خوځښت وباله.

ایکنا د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د حسیني اربعین د مرکزي قرارګاه غونډه د ایران د کورنیو چارو د وزارت د امنیتي او انتظامي مرستیال سید مجید میراحمدي په مشرۍ او د عراقي لوري او ورسره پلاوي په شتون سره، د اربعین د موافقې د ۲۱ ماده ایز سند په چورلیزتوب ترسره شوه.

په دغې غونډې کښې د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي د عراق د کورنیو چارو د وزیر له صلاحکار مهدي علي هادي الفکیکي په کتنه کښې وویل: د عراق ولس او حکومت په دې کلونو کښې د حسیني اربعین په ترسره کولو کښې خپل کوربه توب په ښه توګه ترسره کړی دی.

هغه زیاته کړه: نن سبا ایران او عراق هم د ولس په سویه او هم د حکومتونو په سطح په خپل اوج کښې دي چې شاید د دواړو هیوادونو ترمینځ دا ډول اړیکه بې مخینې وي.

ښاغلي وحیدي په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې د اربعین په غونډو کښې د ایراني او عراقي مسئولانو اندیښنه د امام حسین علیه السلام د زیارتوالو لباره د یو روان او اسان سفر برابرول دي، وویل: دا کار حد او سرحد نه پيژني د دغه ستر خدمت ارزښت په دې کښې دی چې له توکمونو او حتی له مذهبونو هم وتلی او لوړ دی.

د ایران داخله وزیر هغو موافقو ته په اشارې سره چې تیر میلادي کال د زیارتوالو د سفر په اسانولو کښې یې مرسته کړې وه، ټینګار وکړ: د نویو سرحدونو خلاصیدل، د پاسپورټونو د وخت تمدید او د هغو بهرنیو ښاریزو لپاره ضروري تابیاوې چې له ایران څخه تیریږي، د دغو اقداماتو یوه برخه وه او هیله لرو چې د سږ کال پ اربعین کښې د تیر وخت په پرتله لاښه حالات ووینو.

په دغې کتنې کښې د عراق د کورنیو چارو وزیر هم وویل: د اربعین په ورځو کښې دښمن رسنۍ تل څوچنده هڅه کوي چې د دواړو هیوادونو خلاف قومي او قبیله ایز اختلافات راوپاروي خو د خلکو په خبرتیا سره، دښمنانو په دې لاره کښې هیڅ کامیابي نه ده لرلې او توانیدلې یوو چې دغه دستورې په ښه توګه ترسره کړو.

 https://parstoday.ir/ps/news/iran-i133026

captcha