IQNA

په کربلا کې د امام حسین(َع) میوزیم ته په آلماس او طلا لیکل شوی قرآن ډالۍ شو(فلم)

9:13 - May 22, 2023
د خبر لمبر: 3487375
ایکنا-(تهران) دحضرت امام حسین علیه السلام مقدس آستان په کربلا معلی کې ددغه سپيڅلي حرم میوزیم ته د څو هغو نوو  قرآني ډالیو ننداره وړاندې کړې، چې په طلا او سروزرو لیکل شوي دي.

ایکنا د عراق د نون خبری آژانس له قوله راپور راکړ،په کربلا معلی کې دحضرت امام حسین علیه السلام مقدس آستان میوزیم د اهل بیت علیهم السلام د یوه مینه وال له خوا د په سروز زرو، مسو ،آلماس،پلاټینم اوسپینو زرو  سره د لیکل شوي کم  موندونکي قرآن کریم د یوې نسخې ډالۍ ترلاسه کړې ده.

د حسینی مقدس آستان د میوزیم برخې مشرغسان الشهرستاني وائي ،د حضرت امام حسین علیه ا لسلام میوزیم ته یو داسې نوی ارزښتمن اثر ډالۍ شوی  چې په سرو زرو،سپینو زرو ،آلماس، مس او پلاټینم  سره لیکل شوی دی او دیوه مومن او د اهل بیت علیهم السلام عاشق ورته ډالۍ کړی دی.

هغه زیاته کړې ده ،د قرآن  کریم د نسخې په برابرولو کې څلور کلوګرامه خالصه طلا استعمال شوې ده او په عثماني خط طه لیکل شوی دی او د حسینی مقدس آستان شرعي متولي او منجور  شیخ عبدالمهدی الکربلایی ته له وړاندې کیدا وروسته   دهغه په رضایت سره په میوزیم کې نندارې ته وړاندې شوی دی.

 https://iqna.ir/fa/news/4141958

 

captcha