ایکنا د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د افغانستان د شیعه عالمانو د شورا مشرآیت الله صالحي په یولړ څرګندونو کې ویلي چې اسلامي ملتونو د امام خمیني (ره) په افکارو سره د حقیقي اسلام د احیا لپاره ټینګ ګامونه پورته کړي دي.
د افغانستان د شیعه عالمانو د شورا مشر آیت الله صالحي د امام خمیني (ره) د تلین په مناسبت له ایران پرس خبري آژانس سره په مرکه کې ویلي چې د امام خمیني(ره) افکارو په نړۍ کې اسلام ژوندی کړ او په پایله کې علماء او فقهاء هم را ژوندي شول او د هغوی مقام د خلکو له خوا لوړ شو.
د ۱۴۰۲ هجري لمریز کال د غبرګولې څوارلسمه د ایران د اسلامي جمهوریت د ستر بنسټګر حضرت امام خمیني (ره) د رحلت له کلیزې سره برابره ده.
د افغانستان د شیعه عالمانو د شورا مشر زیاته کړه: امام خمیني (ره) په ایران کې د حقیقي اسلام په پیروۍ سره د وحدت د بریا پایله، د نورو ملتونو لپاره لارښود څراغ ګڼلو او تل یې په خپلو الفاظو کې دغه موضوع ته اشاره درلوده.