ایکنا د پارس ټو ډې له قوله راپورراکړ،په دې غونډه کې چې د قرغزستان په چوپان عطا ښارګوټې کې پرون ترسره شوه د قزاقستان، تاجکستان او ازبکستان ولسمشرانو او د ترکمنستان د ولسمشر په استازیتوب د دغه هېواد یوه پلاوي برخه اخیستې وه.
د اروپایي ټولنې استازیتوب د اروپایي شورا مشر چارلیس میچل وکړ. د دې سرمشریزې برخهوالو د افغانستان د مخ په خرابېدونکي وضعیت په اړه خپلې اندېښنې شریکې کړې او ټینګار یې وکړ چې دوی د افغانستان پرمختګ، امنیت، سولې او ثبات ته ژمن دي.
د غونډې په پای کې په ګډه اعلامیه کې راغلي چې دوی له نړیوالو قوانینو او له نړیوالو پېژندل شویو اصولو سره سم له افغانانو سره د نړیوالې ټولنې د مرستې هڅې ستایي.
يادو مشرانو پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې له افغانانو سره خپلې بشري مرستې زیاتې کړي. دوی د بشري مرستو د رسولو په برخه کې د ملګرو ملتونو پر همکارۍ ټینګار وکړ.
د غونډې برخهوالو په افغانستان کې د یوه ټولګډونه حکومت پر جوړېدو ټینګار وکړ او د بشري حقونو په برخه کې یې په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو د ورکړې غوښتنه وکړه.