IQNA

د افغانستان د بدخشان طالب سرپرست والي په ځانمرګي بريد کې ووژل شو

10:51 - June 06, 2023
د خبر لمبر: 3487433
ایکنا-(تهران) په افغانستان کې داعشي تکفیری ترهه ګرو همدا ډول د بلخ په پخواني والي محمد داوود مزمل د ولایت مقام دننه ځانمرګی برید کړی و چې  یو شمیر نورو کسانو سره یو ځاي هغه هم  وژل شو.

 اکینا د فارس له قوله راپور راکړ،د افغانستان د طالبانو د موقته حکومت اړونده چارواکي وايي، نن سهار د بد خشان  ولایت په مرکز فیض‌‌اباد ښار کې په ځانمرګي برید کې د بدخشان سرپرست والي نثاراحمد احمدي وژل شوی دی.

د افغانستان د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور د ادارې مشر معزالدین احمدي  خبری رسنیو ته وویل، ځانمرګي د محکمې  په څلور لارې سیمې کې د بدخشان د سرپرست والي ګاډی په نښه کړ چې  د سرپرست والي پشمول یو بل کس هم پکې وژل شوی او  شپږ نور ټپیان شوي دي.

که څه هم د دې برید مسئوولیت کومې ډلې نه‌دی منلی، خو له دې وړاندې په بدخشان ولایت  کې د طالبانو په امنیې قوماندان عبدالحق ابوعمر د چاودنې مسئو لیت چې  هغه پکې  وژل شوی  ؤ، داعش ډلې منلی و.

داعشي تکفیری ترهه ګرو همدا ډول د بلخ په پخواني والي محمد داوود مزمل د ولایت مقام دننه ځانمرګی برید کړی و چې  یو شمیر نورو کسانو سره یو ځاي هغه هم  وژل شو.

https://www.farsnews.ir/af/news/14020316000090

captcha