ایکنا د پارس ټو ډې له قوله راپور ورکړی، د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا د بندیزونو د عملي کېدو د څارنې او څېړنې کمېټې په خپل نوي راپور کې ویلي، چې طالبان له القاعدې او پاکستاني طالبانو سره پیاوړې اړیکې لري او تر څنګ یې یو شمېر نورې ترهګرې ډلې هم د دوی تر واکمنۍ لاندې فعالیت او ازادي لري.
دا راپور چې د جون په لومړۍ نېټه چمتو شوی او تازه خپور شوی پکې راغلي، چې طالبانو د دوحې د هوکړې له مخې، له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې په دې تړون کې کړې ژمنې نهدي عملي کړي.
د دې راپور پر بنسټ، ترهګرې ډلې له دې فرصت ښه ګټه اخلي او له همدې امله په افغانستان او سیمه کې د ترهګرۍ ګواښ مخ په زیاتېدو دی.
د امنیت شورا په راپور کې راغلي، داسې نښې نښانې شته چې ښېي القاعده خپله عملیاتي وړتیا بیا رغوي، ټي ټي پي یا تحریک طالبان پاکستان د طالبانو په ملاتړ په پاکستان کې بریدونه کوي، بهرنیو ترهګرو ډلو د افغانستان په پولو کې ګواښ رامنځته کړی دی او ترڅنګ یې د داعش بریدونه زیات او پېچلي شوي دي.
د طالبانو حکومت تر اوسه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دې راپور په اړه غبرګون نهدی ښودلی، خو له دې وړاندې یې له ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې رد کړي او دا یې هم ویلي، چې اجازه به ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د بل کوم هېواد پر ضد وکارول شي.