ایکنا راپور راکوي، سږکال په کاروان نور کې دنړیوال قاري احمد ابوالقاسمي په سرپرستۍ کې له دولسو ولایتونو څخه د قرآڼ کریم د ۲۰قاریانو او حافظانو په شتون سره د وحي ټاټوبي ته لیږل شوی دی څو د بیت الله الحرام او مدینې منورې په حاجیانو کې د قرآني محفلونو په جوړولو او اجرا کولو سره دنورو هیوادونو په حاجیانو کې له قرآن سره د انس کلتور دودول منعکس کړي.
له قرآن سره د انس په ټولنو کې د شیعه او سني مسلمانانو پشمول دایرانیو حاجیانو ولولناک ګډون د ایران داسلامی جمهوریت په ولس کې د قرآن کریم د ځائيګي او مقام ښودنه کوي چې پخپله د حج او ورپسې شپو ورځو کې د دغه الهي کتاب چورلیزتوب داسلامی وحدت او یوزړتوب زمینه جوړونکی دی.
د ایرانو او نورو هیوادونو د حاجیانو په پروګرامونو او محفلونو کې د پروګرام اجرا ،ددعای کمینل په دستورو کې تلاؤت ،ندبه ، دعای عهد قرائت کول او د تلاؤت او مداحۍ د اجرا لپاره د وحي په ټاتوبي کې د رهبرۍ دستر مقام دبعثې پّ مختلفو پروګرامونو کې ګډون د قرآني کاروان،نور پروګرامونه دي.
په یوه ویډیوئي کلیپ کې د خراساان رضوي ولایت دنامتو قاری امید حسینی نژاد او د فارس ولایت یوه غوره قاری محمد مهدي روحاني په مکې مکرمې کې د اهل سنت په کاروان کې د وحي په ټاټوبی کې ترسره شوي په زړه پورې تلاؤتونه ستاسو خدمت ته وړاندې کوو.